لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 10 کسان وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : دډرون بريد کې 10 کسان وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډرون الوتکو لخوا دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 10ؤ ته رسيدلې ده.

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دډرون الوتکو لخوا دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوي بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 10ؤ ته رسيدلې ده.

ځينې سرچينې په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو شميره 12 ښائي خو چارواکو په دغه هکله پخلى نۀ دى کړى.

دسرچينو وينا ده دغه بريد دشمالي وزيرستاندبويه تحصيل په لنډا محمد خيل سيمه کې په هاغه کورترسره شوى چې تندلارو به کارولو.

ډرون الوتکې په دغه شکمن کور پينځه ميزائيل وداغل چې له امله يې په موقع 6 کسان ووژل شول.

سرچينې وائي دبريد له امله 5 ښځې او دوه ماشومان هم ژوبل شوي وؤ چې وروستو ژوبل شوؤ دوؤ ماشومانو او دوؤ ښځو دټپونو توان رانۀ وړى شو او ساه يې ورکړه چې ورسره دوژل شوؤ کسانو شميره 10ؤ ته رسيدلې ده.

دبريد څخه وروستو په نخښه کړل شوي کور باندې اور ولگيدو او جاسوسي الوتکې تر ډيره وخته په سيمه الوتنې کولې.

په شمالي وزيرستان کې دډرون حملو کې دزياتوالي راتللو څخه وروستو په لويې شمير کې ددغه ځايې اوسيدونکي نورو خوندي سيمو ته تللي.

سرچينې وائي په پاک افغان گډه پوله موقعيت لرونکې دغه قبائيلي سيمه کې زياتره داسې خلک اوسيږي چې دتندلارو سره تعلق لري.
څو اوونۍ وړاندې دامريکا په نيويارک ښارکې دټائمزسکوائر په ناکامه بمي بريدکې دپاکستاني نژاده امريکايي وگړي فيصل شهزاد دنيول کيدو اؤ دهغه لخوا ددې اعتراف څخه وروستو چې دبمونو جوړولو هنريې دپاکستان په قبائيلي سيمه وزيرستان کې دطالبانوڅخه زده کړى دى په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان دډرون بريدونو کې چټکتيا رامينځته شوې ده.

دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې تير کال دپاکستان دپوځ لخوا دعملياتو پيل کيدو وروستو په گڼ شمير کې جنگيالي نزدې شمالي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ ته تښتيدلي دي اؤ په شمالي وزيرستان کې په دې نزدې وختونوکې دپټوترهگرو په ضد د ډرون بريدونو لړۍ چټک کړل شوې ده.
دډرون په دغوبريدونو کې تر دې مهاله دپاکستاني طالبانو دپخواني مشر بيت الله محسود په گډون په سلگونو کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG