لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیرستان خلک وايي په سيمه کې د امدن د غټې سرچينې چلغوزې پېداوار د نشت برابر پاتې شوی


د وزيرستان د چلغوزې ځنګل
د وزيرستان د چلغوزې ځنګل

د قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان د چلغوزې د ځنګلونو مالکان او سوداګر ادعا کوي د امنيت له امله او ډالر د بېعې لوړېدو سره په سيمه کې د چلغوزې پېداوار او کاروبار۹۰ فيصده کم شوی دی.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د چلغوزې يو کاروباري تن اسد الله وايي دوه کاله وړاندې به يواځې د جنوبي وزيرستان څخه د چلغوزې د ۲۵ زرو نه تر ۳۰ پورې بورۍ مارکيټ ته تلې چې د یوې بورۍ وزن به ۹۰ کيلو ګرامه ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبروکې هغه وويل سږ کال يواځې دوه نيم زره بورۍ وتلي او پاتې به اووه سوه يا اته سوه وي.

د چلغوزې د کموت علتونه

اسدالله وايي یو دا چې دلته په ځايي کچه پېداوار کم شوی او بل د افغانستان د چلغوزې راتګ بيخي ودرېدلی دی.

د چلغوزې د کموت په اړوند د جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی علي وزير وايي په سيمه کې چې د تېرو څو کلونو راهسې بدامني پېل شوې او بيا پوځي عمليات شوي د هغې وروسته خلک نه شي کولی چې خپلو ځنګلونو ته لاړ شي او چلغوزه راټوله کړي. هغه تور لګوي چې غرونه يې د پوځ په قبضه کې دي.

د افغانستان نه د چلغوزې د نه راتلو په اړوند اسدالله وايي د افغانستان خپله چلغوزه نېغ په نېغه چين ته لېږل کيږي او د هلته کاروباريانو پرې د يو کيلوګرام په سر د چین ۱۷ ينز (د چين روپۍ) خرڅ راځې او چې د پاکستان څخه وړل کيږي نو دلته پرې ۲۳ ينز خرڅ راځي.

او علي وزیر وايي چې د افغانستان لوري ته چې کومه چلغوزه ده هغه زياتره د جنوبي وزيرستان د خلکو ده نو چې کله خلک د هغه لوري نه په انګور اډه چلغوزه راړوي نو د قيمت نه زيات پرې ورته د ټېکس ورکول د غاړې کيږي ځکه خلک دې لوري ته چلغوزه نه راوړي.

د شوال نه د چلغوزې پېداوار ولاړ دی

د شمالي وزيرستان د شوال تحصيل سره تعلق لرونکی شاکر ګربز چې خپله د چلغوزې ځنګل لري وايي د ضرب عضب عملياتو د پينځه کاله تېرېدو وروسته هم دوی خپلو ځنګلو ته نه شي تلی چې چلغوزه ترې واخلي.

هغه وايي دوی به د دغه ځنګل نه د ۱۵ نه تر ۲۰ بورو پورې امدن ترلاسه کولو او د علاقې خلکو د ګټې يواځينۍ سرچينه هم دا چلغوزه وه.

د چلغوزې په کاروبار د ډالره د بېعې سېوا کېدو اغېزې

احسان وزیر نومې تن وايي چې د وزيرستان څخه به يې چلغوزه اخيسته او چين ته به يې لېږله خو سږ کال يې د دې تجارت نه لاس اخيستی دی.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وزیر وويل د ډالر په مقابله کې چې پاکستانۍ روپۍ غورځېدلې د دوی کاروبار يې د تاوان سره مخ کړی دی.

هغه وويل په دوی دومره اغېزې شوي چې د پاکستان نه چین ته چلغوزه يوسي نو هلته په چين کې او په پاکستان کې د چلغوزې د يو کيلوګرام بيعه يې یو شان وي ځکه هغه دا تجارت پرېښودو.

چارواکي د چلغوزې د پېداوار کمېدو علتونه نور ښايي

په جنوبي وزيرستان کې یو حکومتي چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه ته ويلي چې يو خو سږ کال په ځنګلونو ږلۍ شوې او دوېم علت يې چاپيريال يا موسمي بدلون ښايي.

د وزیرستان انتظاميه وايي په سیمه کې د ټېکس اخيستو او د ځنګلونو د قبضې په اړوند دوی څه نه شي ويلی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG