لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزيرستان او سوات نښتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي


جنوبي وزيرستان او سوات نښتو کې 14 جنگيالي وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان او دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې 14 جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دجمعې په ورځ په سوات سيمه کې امنيتي ځواکونو پنځه جنگيالي هاغه مهال وژلي کله چې هغوي دپوځ دقبضې څخه دتيښتې هڅه وکړه.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دغو 5ؤ ترهه گرو دپوځ دقبضې څخه دتيښتې هڅه هاغه مهال وکړه کله چې امنيتي ځواکونو هغوي دسوات چارباغ او خوازه خيلې سيمې ته دپټو وسلو معلومولو لپاره روان کړل شوي وؤ خو امنيتي ځواکونو په موقع په دغو جنگيالو ډزې وکړې او وې وژل.
همدغه شان په جنوبي وزيرستان کې هم دپوځ او وسله والو جنگيالو ترمينځ نښته شوې چې پکې 9 جنگيالي وژل شوي دي.
دسرچينو وينا ده په سراروغه سيمه کې رامينځته شوې دغه نښته کې يو عسکر هم وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي يو شمير وسله والو جنگيالو په سرا روغه سيمه کې دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد وکړو چې پکې يو عسکر ووژل شول او درې نور ژوبل شو.
له دې وروستو دامنيتي ځواکونولخوا هم دبريدکوونکو په ضد ځوابي عمليات وکړل شول چې پکې نهه جنگيالي ووژل شول.
په جنوبي وزيرستان کې پوځ سره دجنگيالو دنښتې دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې ده چې دتيرې نهې په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني دجنوبي وزيرستان څخه ليدنه کړې وه او دغلته يې پخپلو څرگندونو کې دسيمې څخه دتندلارو دپاکولواعلان کړى ؤ.
همدغه راز سرچينې وائي تيرکال دپاکستاني پوځ او طالبانو ترمينځ په جنوبي وزيرستان کې دجگړو له امله ډيره اسماعيل خان ته دتللو کډوالو بيرته خپلو سيمو ته په داسې حال کې دستنيدو لړۍ روانه ده چې يو شمير ځايې اوسيدونکي وائي هغوي اوس هم په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو دموجوديت ويره لري.
په ډيره اسماعيل خان کې ميشته دجنوبي وزيرستان يو شمير اوسيدونکي وائي هغوي ته وئيل شوي چې دپوځ دکاروانونو ترڅنگ به خپلې سيمې ته په حفاظت کې بوتلل شي.
دغه قبائيل دا هم وائي چې کۀ چرې سيمې ته هغوي دپوځ دکاروانونو سره بيرته ستنيږي نو تندلاري به پرې بريدونه وکړي.
خو په ډيره اسماعيل خان کې خپلو سيموته دستنيدونکو کډوالو دعملياتو مشر بريگيډئير شهزاد رضا ميډيا سره په خبرو کې وويل دهاغوشپږوکليو څخه خپلو سيمو ته دستنولو لپاره دکورنيو ټاکنه شوې ده چې پوځ دهغوي سيمې دتندلارو څخه پاکې کړي دي.
هغه خپلو سيمو ته دلږو کسانو په ستنيدو دمايوسۍ څرگندونه وکړه.

XS
SM
MD
LG