لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بنک به پاکستان ته د تعليمي څانگې پرمختيا لپاره امداد ورکوي


نړيوال بنک به پاکستان ته د تعليمي څانگې پرمختيا لپاره امداد ورکوي
نړيوال بنک به پاکستان ته د تعليمي څانگې پرمختيا لپاره امداد ورکوي

نړيوال بنک د پاکستان د تعليمي څانگې پرمختيا لپاره دڅلويښتو کروړو ډالرو د امداد منظوري ورکړې ده چې مقصد يې په هره کچه ددرس وتدريس او پلټنو معيار ښۀ کول دي چې دغه شان په ځانگړې توگه دپرائمرۍ په کچه خلک په سکولونو کې داخليدو ته زړۀ ښۀ کړل شي.
دبين المللي ادارې له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي کۀ چرې پاکستان ته په يوويشتمه پيړۍ کې په علم اډاڼه لرونکي معيشت باندې انحصار کول وي نو ورته به دباصلاحيته او علمي توان لرونکي بشري قوت اړتيا وي چې دغه هر څه دتعليم دڅانگې دتوان سيوا کيدو سره ممکن کيدى شي.
نړيوال بانک وائي ددغه منصوبې څخه به دولسو لکو طالب علمانو، شلو زرواستاذانو،73 حکومتي اود 24ؤ شخصي جامعاتو ترڅنگ ددې سره تړلو 800ؤ کالجونو ته گټه رسيږي.
نړيوال بانک دغه امداد په داسې وخت کې ورکړى دى چې اوس اوس په حکومتي چارواکو او شخصي ماهرينو مشتمل دپاکستان دتعليم کاري ډلې دتعليم حالت بد گرځولى او په دغه څانگه کې يې دبيړني وضعيت اعلان کړى ؤ.
ادارې پخپل راپور کې وئيلي ، دغربت،اسکولونو او استاذانو دکمي او وسيلو دفقدان په شمول دنورو وجوهاتو په اساس پاکستان کې دوه نيم کروړه ماشومان دتعليم ترلاسه کولو دبنيادي ائيني حق څخه محروم دي.
بل لوري ته دپاکستان مشهورو سائنس پوهانو، اسکالرانو او پروفيسرانو ددې انديښنې څرگندونه کړې ده چې کۀ چرې دوفاقي حکومت له لوري د اعلي تعليمي کميشن داتلسم ائيني ترميم لاندې صوبو ته دمنتقلولو ممکنه گام واخستل شي نو دې څانگې ته به سخت زيان ورسيږي چې له امله به يې دهيواد په ټولنيزه او اقتصادي پرمختيا بدې اغيزې پريوځي.
که هر څو په حکومتي توگه ددغسې کومې پريکړې اعلان نۀ دى شوى خو دپاکستان اکيډمي اف سائنسز دصدر او کميشن دپخواني چئيرمين پروفيسر عطاء الرحمان وينا ده دمقامي ميډيا داطلاعاتو او پخپله دهغوي دمعلوماتو له مخې دتعليمي کميشن ماتولواو صوبو ته يې دسپارلو امکان موجود دى.
هغوي وويل په دې معامله دحکومتي چارواکو سره دليدنې او هغوي په تفصيلي توگه دخپلو انديښنو څخه خبرولو ته سترگې په لار يو.
ډاکټر عطاء وائس اف امريکا سره مرکه کې وويل کۀ چرې اعلي تعليمي کميشن وويشل شو نو دتيرو کلونو په مهال په نړيواله کچه ددې په ترلاسه شوؤ برياليتوبونو به هم اغيزې وشي.
دپروفيسر عطاء په فکر دتعليم پرمختيا يواځې دودانيو يا وسيلو سره ممکن نۀ ده بلکې ددې لپاره ضروري ده چې په ښوونځيو کې باصلاحيته او قابل استاذان موجود وي او ددې عمل څارنې لپاره په وفاقي کچه داعلي تعليمي کميشن پشان خپلواکه اداره موجوده وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG