لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبليو ايف پي په پاکستان د افاتو مخنیوي تگلارې جوړولو غږ کړی


ډبليو ايف پي په پاکستان د افاتو مخنیوي تگلارې جوړولو غږ کړی
ډبليو ايف پي په پاکستان د افاتو مخنیوي تگلارې جوړولو غږ کړی

د خوراک نړیوالی ادارې یو جگپوړي چارواکي خبرداری ورکړی که د پاکستان حکومت د افاتو د مخنیوي تگلاره جوړه نه کړه نو سېلابونه به خلک هم دغه رنگ ځپي.
د خوراک نړيوالې ادارې ډبليو ايف پي ایگزیگټیو ډائریکټر رامیرو لوپز ډېسلوه ویلي د پاکستان سندهـ صوبې په رنگ سېمو ته د کالونو راهسې پام نه دې ورکړې شوې او دغه سېمې پرمختیایې کارونو نه محرومه پاتې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سېمې بیا په قدرتي افاتو په وخت زیاتې اغیزمنه کېږي.
د ډبليو ايف پي ډائریکټر وویل د سندهـ صوبې حکومت ورته ویلي سږنې کال سېلاب نه اته ملينه نه زیات خلک اغيزمن شوي دي. هغه زیاته کړه د ډبليو ايف پي خپلو شمېرو ترمخه پېنځو نه تر پېنځنیمو ملینو پورې خلک اغیزمن شوي دي.
د پاکستان حکومت وایی د اوسنيو بارانونو له امله لږ ترلږه اته ملينه خلک اغيزمن شوي دي.
د سرچينو ترمخه سږ کال تر ټولو اغيزمنه صوبه سندهـ کې د سختو سيلابونو له امله تر دې مهاله خواؤشا 352 کسان وژل شوي هم دي.
سندهـ کې د سيلابونو له امله نزدې 7.9 ملينه ايکړه ځمکه اغيزمن شوې چې په نتيجه کې يې گڼ شمير فصلونه تباه شوي.
دپاکستان د افتونو دمخنيوي ملي ادارې اين ډي ايم اى ترمخه دسيلاب له امله دسندهـ ټولې 23 ضلعې اغيزمنې شوي چې پکې 31,960 کلي هم شامل دي.
دسيلابي اوبو له امله د80,000 څخه زيات څاروي مړۀ شوي او يا اوبو وړي، او دکيلو، قجورو، مرچکو وغيره پشان په 2.8 ملينه ايکړه رقبه ولاړ فصلونه تباه شوي يا اغيزمن شوي دي.
دسيلاب له امله 539,899 کورونه تباه شوي او نورو 848,412 کورونو ته په جزوي توگه زيان رسيدلى.
پاکستان کې دتير کال دجولا ئي په مياشت کې دراغلو سيلابونو له امله هم اندازتاً تر 2,000ؤ پورې کسان وژل شوي او 20 ملینه نور اغيزمن شوي وؤ.
په پاکستان کې دراغلو خونړيو سيلابونو له امله که يو خوا په لکونو خلک بې کوره شوي او په سوونو وژل شوي دي نو ورسره سم دسيلاب دلاسه په اغيزمنو شوؤ سيمو کې دخوراکي موادو سخت کموت هم رامينځته شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG