لاس رسیدونکی لینک

 
وایټ هاوس: د راکټونو حملې د کابل هوايي ډګر نه پروازونه نه دي ودرولي
تازه خبر

وایټ هاوس: د راکټونو حملې د کابل هوايي ډګر نه پروازونه نه دي ودرولي


امریکايي مامورین وايي د انوار، يکشنبې، په ورځ یې په کابل کې یو مشکوک موټر په ډرون په هدف کړی چې پکې په مبینه توګه د داعش حمله کوونکو او چاودېدونکي مواد وو
امریکايي مامورین وايي د انوار، يکشنبې، په ورځ یې په کابل کې یو مشکوک موټر په ډرون په هدف کړی چې پکې په مبینه توګه د داعش حمله کوونکو او چاودېدونکي مواد وو

وایټ هاوس ویلي په کابل هوايي اډه د راکټونو د حملو باوجود افغانستان نه د خلکو د انخلا هلې ځلې "بغیر د څه خنډ نه" جاري وې.

د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل صدر بایډن ته د حملې په اړه معلومات ورکړی شوي دي او هغه کمانډرانو ته خپل امر تکرار کړو چې په ځمکه موجود د امریکايي عسکرو تحفظ ته دې ترجیح ورکړي او دې لړ کې دې هر همکن ګام پورته کړي.

اېسوسي اېټډ پرېس ويلي د ګل/دوشنبې په ورځ (30 اګست) د حامد کرزي هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي او عېني شاهدينو ویلي د درېو چاودنو اوازونه يې اورېدلي دي.

ویل شوي د راکټو داغل کېدو وروسته د اور لمبې ليدل شوي او خلک د کورونو نه وتلي دي.

امریکايي مامورینو رویټرز خبري ادارې ته ویلي راکټې د مزایلو دفاعي نظام نیولي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په داسې حال کې چې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی او د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې په ځانمرګي حملو کې د ۱۳ امریکایانو په شمول ۱۶۹ کسان وژل شوي دي، امریکايي مامورین کوښښ کوي چې د اګست د ۳۱ نېټې پورې افغانستان نه د خلکو د انخلا عمل سر ته ورسوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG