امریکایان د نهې، سه شنبې، په ورځ په صدارتي انتخاب کې ووټونه ورکوي چې د اینده څلورو کلونو دپاره د ملک نوی صدر منتخت کړي.
نایب صدره کاملا هېرېس د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ امیدواره ده. پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د ر يپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار دی او وېل کېږي چې د دواړو مقابله سخته ده.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي که څه لوی حېرانونکی بدلون و نه شو نو د صدارتي انتخاب فېصله به هغه اووه ریاستونه کوي چې امریکایان يې سوېنګ سټېټس بلي یا د ټال په شان ریاستونه چې یوه پارټي هم په کې واضحه اکثریت نه لري او یو یا بل ګوند په کې کامیابي ترلاسه کولی شي.
دا چې د ووټونو نتیجه به کله معلومېږي؟ ای پي وايي د انتخاب په اړه د غلطو معلوماتو ترڅنک د سیاسي تشدد د امکاناتو په اړه ځېني پوښتنې هم وجود لري. د دې ترڅنګ دواړو ګوندونو د اوږد قانوني جنګ دپاره هم تیاری نیولی دی چې په حالاتو کې نورې پېچيدګۍ پېدا کولو شي.
د تاریخ جوړېدل
د تېرو څو میاشتو په سیاسي پېچ او خم کې د موجوده صدارتي انتخاب تاریخي اهمیت په اسانه د پامه غورځېدلی شي.
که دا انتخاب هېرېس وګټي نو د امریکې په ۲۴۸ کلن تاریخ کې به هغه نه یوازې وړمبۍ ښځينه صدره وي بلکې هغه به وړمبۍ تور پوستې او جنوبي اېشیايي نژاد امریکنۍ وي چې دغه منصب ته به ورسېږي. که څه هم هېرېس او د هغې کېمپېن د هغې صنف او نژاد ته د توجو اړولو زیات کوښښ نه دی کړی خو د تاریخدانانو دپاره به دا اهم پړاو وي.
د ټرمپ فتح به په یو بل ډول تاریخي اهمیت لري. دا به د امریکې په تاریخ کې وړمبی ځل وي چې یو داسې تن به منتخب کړی شي چې د فېلني په ۳۴ الزماتو ورته په نیویارک کې عدالت سزا اورولې ده. د امریکې د قانون ترمخه فېلني سنګین جرم وي چې مجرم ته په کې د یو کال قېد نه واخلې تر مرګ پورې سزا اورېدل کېدی شي.
په دوو نورو مقدمو کې هم ټرمپ د فېلني الزاماتو سره مخامخ دي خو د هغه دریځ دی چې هغه د انصاف د یو داسې نظام ښکار کړی شوی دی چې سیاست پې غلبه دی. ای پي وايي په لسګونو مېلینونو ووټران په هغه یقین کوي او یا هغه غېر معمولي قانوني بار هېروي چې د ټرمپ په اوږو پروت دی.
د ووټونو نتیجه به کله معلومېږي؟
د امریکې هر ریاست ووټونو د شمارلو دپاره خپل قوانین او طریقه لري او که په دې لړ کې څه قانوني مشکلات راپېدا شول نو د انتخاب نتیجه نوره هم ځنډېلی شي. خو حقیقت دا دی چې په موجوده وخت کې هېڅ څوک دا نه شي وېلی چې د ووټونو د کامیاب امیدوار په اعلانېدو کې به څومره وخت لګي؟
په کال ۲۰۲۰ کې اېسوسي اېټېډ پرېس د موجوده صدر جوبایډن د فتحې اعلان د ووټونو نه څلور ورځې وروسته وکړو. په دغه انتخاب کې په نارت کېرولاینا ریاست کې د ټرمپ د ګټې اعلان د ووټونو نه ۱۰ ورځې پس او په جورجیا ریاست کې د بایډن د ګټې اعلان د ووټونو نه ۱۶ ورځې وروسته شوی و. په جورجیا کې ووټونه په لاس بیا شمارل شوي وو.
په ۲۰۱۶ کې د ووټونو فقط یو څو ګنټې وروسته د کامیاب امیدوار اعلان شوی و. ای پي د ټرمپ د بریا اعلان د ووټونو په شپه کړی و.
دواړه ګوندونه ګڼي چې که څه لوی بدلون و نه شو نو په اېريزونا، جورجیا، مېشېګن، نېواډا، نارت کېرولاینا، پېنسېلوېنیا او وېسکانسن ریاستونو کې مقابله سخته ده. دا سوېنګ سټېټس بلل کېږي. د سختې مقابلې په سبب دا اندازه لګول مشکل کار دی چې د کامیاب امیدوار اعلان به کله وکړی شي؟
صدارتي امیدواران چېرته دي؟
امکان دی چې ټرمپ به د ووټونو په ورځ سحر وختي په مېشېګن ریاست کې څو ګنټې تېروي. د دې نه مخکې به هغه د شپې ناوخته یوه جلسه هم کوي.
د ووټونو باقي ورځ به ټرمپ په فلورېډا ریاست کې تېروي. هغه په خپل ووټ هم په فلورېډا ریاست کې ورکوي. د نهې، سه شنبې، په شپه به په پام بېچ ښار کې په غونډه کې به د انتخاباتو نتېجې ګوري.
هېرېس به د واشنګټن په هاورډ یونېورسټۍ کې انتخاب نتېجې ګوري. هغې په کال ۱۹۸۶ کې هم دې یونیورسټۍ نه په اقتصادیاتو او سیاست کې ډګري اخيسې ده. هاورډ په تاریخي توګه د تورپوستو تعلیمي اداره پاتې شوې ده.
په هاورډ کې د غونډې نه علاوه هېرېس د ووټونو په ورځ بل څه مصروفیت نه لري. هغه د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل خپل ووټ يې په ډاک کېلېفورنیا ریاست ته لېږلی دی. هغه د کېلېفورنیا رهایشي ده.
د ووټونو ورځ
د ۷۷ مېلین نه زیاتو امریکایانو په خپله او یا د ډاک په زریعه وختي ووټونه ورکړي دي. په دومره شمېره کې د وختي ووټونو په اړه ځېني چارواکي وايي لکه د جورجیا په شان ریاستونو کې به د نهې، سه شنبې، ورځ لکه د ګوسټ ټاون یا د پېریانو کلی وي، یعني ووټ ورکولو دپاره به ډېر خلک نه وي راووتي.
د دي یوه لویه جه دا ده چې د کال ۲۰۲۰ برعکس ټرمپ دا ځل خپلو پلویانو ویلي وو چې خپل ووټ دې وختي ورکړي. په لویه شمېره کې وختي ووټونه دا هم څرګندوي چې خلک د ټرمپ خبره اوري.
په ډېموکرېټېک پارټۍ کې هم بدلون شوی دی. څلور کاله مخکې چې کرونا وبا په زور کې وه، ډېموکرېټېک پارټۍ اکثریت پلویانو وختي ووټونه ورکړي وو. دا ځل امکان دی چې ډېموکرېټس به د ووټونو په ورځ رای ورکړي.
د اړي ګړي امکان شته؟
ای پي وايي په وروستیو ورځو کې ټرمپ د انتخاباتو په اړه بې بنیاده دعوې کړې او په دې اړه يې پوښتنې راپورته کړي دي. ټرمپ وايي یوازې په دې صورت کې بېللی شي چې ډېموکرېټېس درغلي وکړي، د دې باوجود چې سروی ښيي د دواوړو پارټیانو مقابله سخته ده.
د ټرمپ پلویان دې خبرې ته پاملرنه کوي چې په نږدې وختونو کې ټرمپ د دوو ناکامه قاتلانه حملو سره مخامخ شوی و.
پولیس په واشنګټن او په نورو ښارونو کې د ووټونو په ورځ ممکنه ناقرارۍ دپاره تیاری نېسي.
Forum