لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سږ کال په اووه میاشتو کې په پاکستان کې د پولیو یو او افغانستان کې د پېنځو ناروغانو تصدیق شوی



په پاکستان کې د ۲۰۲۱ راهسې د پولیو ټول کېسونه د خېبر پښتونخوا د اووه ضلعو کې رپورټ کېږي
په پاکستان کې د ۲۰۲۱ راهسې د پولیو ټول کېسونه د خېبر پښتونخوا د اووه ضلعو کې رپورټ کېږي

د سږ کال په وړمبو اووه میاشتو کې په پاکستان کې د پولیو د یو مریض او په افغانستان کې د پېنځو ناروغانو تصدیق شوی دی او د متحده قومونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او یو چارواکي ویلي د پولیو کمې شمېرې دا امید پېدا کوي چې دواړه ملکونه په دغه معزوره کونکي قابو موندلو نه نژدې شوي وي.

د پاکستاني چارواکو په قول سږ کال تراوسه یوه درې کلن ماشوم پولیو وهلی دی. تېر کال په پاکستان کې د پولیو ۲۰ کېسونه رپورټ شوي وو.

په افغانستان کې سږ کال د پولیو د پېنځو ناروغانو تصدیق شوی دی. تېرکال درې کېسونه په افغانستان کې رپورټ شوي وو.

په مشرقي بحیره روم سیمه کې پولیو د خاتمې دپاره د ډبلیو اېچ او مشر ډاکټر حامد جعفري وویل دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان په یو ځای د پولیو خاتمي ته دومره نژدې شوي دي.

په افغانستان کې د هېواد ۳۴ ولایتونو څخه یوازې په دوو ولایتونو کې، ننګرهار او کونړ، کې د پولیو وایرس کردش کوي. سږ کال پېنځه واړه ناورغان په ننګر کې دي.

جعفري وویل په ۲۰۲۱ کې د واکمنو طالبانو په مرسته په افغانستان کې په قومي کچه ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکولو مهم وچول شو. په دغه کېمپېن کې د هېواد په جنوب کې هغه علاقې هم شاملې وې چې په څلورو کلونو کې په کې ماشومانو ته د وېکسین نه وو ورکړی شوي.

په پاکستان کې د ۲۰۲۱ راهسې د پولیو ټول کېسونه د خېبر پښتونخوا د اووه ضلعو کې رپورټ کېږي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ به په پاکستان کې د پولیو نوی کېمپېن شروع کېږي. د یوې اندازې ترمخه د نونسوه نوي د لسیزې راهسې په پاکستان کې ۲۰۰۰۰ ماشومان پولیو معزوره کړي دي.

د دوو مرحلو د پولیو ضد نوي کېمپېن کې به په ۶۱ ضلعو کې اته مېلین ماشومانو ته د وېکسین ورکول کېږي. ماشومانو ته وېکسین ورکولو دپاره د پاکستان حکومت ۶۵۰۰۰ کارکونکي ګمارلي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG