لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په پخکړي (بوړ، نګولي) د هندوستان په عدالت کې مقدمه


د هندوستان په سرښار نوي دلي د موتي محل  رېسټورانټ دعوه ده چې هند ته د منتقل کېدو نه مخکې د چرګ دغه پخکړی د رېسټورانټ باني کندن لال ګجرال په 1930 کې په پېښور ایجاد کړی دی
د هندوستان په سرښار نوي دلي د موتي محل  رېسټورانټ دعوه ده چې هند ته د منتقل کېدو نه مخکې د چرګ دغه پخکړی د رېسټورانټ باني کندن لال ګجرال په 1930 کې په پېښور ایجاد کړی دی

په کوچو کې پوخ د چرګ پخکړی (بوړ، نګولی) بټر چېکن په نړیواله کچه مقبولیت لري خو دا چې دا خوندور خوراک چا ایجاد کړی؟ په دې اړه د هندوستان د دوو رېسټورانټونو لانجه عدالت ته رسېدلې ده.

د هندوستان په سرښار نوي دلي د موتي محل رېسټورانټ دعوه ده چې هند ته د منتقل کېدو نه مخکې د چرګ دغه پخکړی د رېسټورانټ باني کندن لال ګجرال په 1930 کې په پېښور ایجاد کړی دی.

د نوي دلي یو عدالت ته د 2752 پاڼو په خواست کې موتي محل په حریف رېسټورانټ دریاګنج الزام لګولی چې د چېکن کري او د بل پخکړي (بوړ) "دال مکهني" د ایجادولو په اړه دعوه یې دروغ ده.

په مقدمه کې د موتي محل مالکان ګجرال کورنۍ د دریاګنج نه د 240000 ډالرو تاوان غوښتنه کوي. موتي محل دا هم وايي دریا ګنج د موتي محل د وېب پاڼې نقل کړی او د دریا ګنچ وېب پاڼه هم د موتي محل په شان ښکاري او محسوسېږي.

موتي محل په خپلو مېلمنو کې د امریکې پخوانی صدر رېچرډ نېکسن او د هندوستان پخوانی وزیراعظم جواهرلال نهرو هم یادوي.

د موتي محل رېسټورانټ مېنېجنګ ډرېکټر مونیش ګجرال وايي "دا پخکړی (بوړ، نګولی) زمونږ نېکه هغه وخت ایجاد کړی و کله چې هغه په پاکستان کې و."

هغه وویل پکار نه ده چې د بل چا په میراث قبضه وکړی شي.

دریا ګنج په 2019 جوړ شوی دی. دا رېسټورانټ وايي د رېسټورانټ باني کندن لال جګي د ګجرال سره په شریکه په 1947 کې په نوي دلي کې رېسټورانټ جوړ کړو او د چېکن کري پخکړی هم په دغه شریک رېسټورانټ کې ایجاد شو نو په دې سبب دوی هم د چېکن کري د جوړولو دعوه کولی شي.

د خپل دلیل په حق کې دریاګنج په لاس لیکل شوی یو دستاوېز روېټرز ته ښودلی چې د رېسټورانټ په قول په کې په 1949 کې د ګجرال او د جګي د رېسټورانټ شراکت درج شوی دی.

د پېښور د پخګړي په سره د دواړو رېسټورانټونو جګړې د هندوستان د مطبوعاتو او د سوشل میډیا توجو ځان ته راګرځولې ده.

په سوشل میډیا په دې اړه بحثونه کېږي او په ټېلې وېژن د چېکن کري د تاریخ په اړه پروګرامونه نشر کېږي.

د انټلېکچوېل پراپرټي رایټس یا د مالکانه حقونو وکیل امیر دتا د چېکن کري په سر عدالتي شخړې په اړه وايي دا یوه منفرده مقدمه ده، دا چا ته نه ده معلومه چې د چېکن کري پخکړی په وړمبي ځل چا پوخ کړی و او عدالت به د حالاتو په بنیاد په ثبوتونو فېصله کوي. دتا وویل د هغو خلکو شهادتونه هم په فېصله کې مرسته کولی شي چې د کلونو راهسې دغه پخکړی خوري.

روېټرز وايي د چېکن کري په پخکړي کې په تنور کې پوخ شوي چرګ ټکړو ته د ټماټرو، کوچو او پېروي یا ملايي شېروا جوړه کړی شوي وي.

د ټېسټ اېټلس نومې وېب پاڼې ترمخه چې په نړیواله کچه د مختلفو خوراکونو د ذایقو په اړه معلومات لري، چېکن کري د دنیا د بهترینو خوراکو په فهرست کې په 43 شمېره خوندور خوراک ټاکل شوی او 400000 خلکو د خوښولو په بنیاد یې دغه درجه بندي ترلاسه کړې ده.

د دلي په های کورټ کې د پېښور د چېکن کري په سر د مقدمې وړمبۍ اورونه تېره هفته وشوه. د مقدمې بل تاریخ د می په میاشت کې ټاکل شوی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG