لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا برادر څوک دی؟ او د افغانستان سولې خبرو ته کوم بدلون ورکولی شي؟


of Mullah Baradar
of Mullah Baradar

د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار تر مخه د افغان طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر د امریکايي چارواکو سره د افغان سولې خبرو اترو لپاره د اتوار یا یکشنبې په ورځ د قطر سر ښار دوحه ته رسیدلی. په دوحه کې به نن د ګل، دوشنبې په ورځ د امریکايي استازو او افغان طالبانو تر منځه د افغانستان سولې په اړه خبرې اترې پېل کیږي.

ملا برادر څوک اؤ‌ په طالبانو کې څومره مهم دی؟

ملا بردار د طالبانو د تحریک د بنسټ اېښودونکو مشرانو له جملې څخه یو دی.

کله چې په کال ۱۹۹۴ کې د قندهار ولایت د میوند اولسوالۍ په یو کلي کې طالبانو د ملا عمر په مشرۍ غونډې ته راټول شوي وؤ نو ملا برادر هم په دغه غونډه کې برخه لرله چې وروسته دغه غونډه د طالبانو د تحریک په توګه وغځیدله.

ملا بردار اخوند د طالبانو په لیکو کې په سختو مقاماتو جنګیدلی اؤ د جګړې قومانده یې هم پغاړه لرلې ده.

د۱۹۹۰ په لسیزه کې چې طالبانو په افغانستان کې خپلې پښې مضبوطې کړې اؤ په اقتدار یې قبضه وکړه نو ملا برادر په مهمو دولتي چوکیو ذمه وارۍ ترسره کړې.هغه په داسې حال کې د هرات ولایت والي ټاکل شوی وو چې په دغه ولایت کې سخته جګړه روانه وه.

ملا عمر سره څومره نزدې وو؟

د طالبانو مخکښ مشر ملا عمر سره د زیات نزدیکت له امله هغه د طالبانو لیکو کې دریم مهم مشر ګڼل کیدلو. ملا عمر پسې دوهم مشر ملا عبیدالله اخوند ګڼل کیدلو چې وروسته دپاکستان یو زندان کې مړ شوی وو. د افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال رحیم الله وایي “هغه به تل هلته ؤ ،‌په هره غونډه کې به ناسو وو”

په ۲۰۰۱ کې چې دطالبانو حکومت نسکوریدلو نو برادر په دغه مهال دطالبانو حکومت کې د دفاع مرستیال وزیر وو. دطالبانو د حکومت نسکوریدلو سره سم دملګرو ملتونو دامنیت دشورا دبندیزونو په نوملړ کې د ملا بردار نوم په سمدستي توګه د طالبانو دمهم مشر په توګه شامل کړو.

داقتدار څخه د لرې کیدو اؤ دتېښتې په حالت کې هم هغه دطالبانو په تحریک کې مهم کردارونه دوامداره ساتلي وؤ. د ملاعبیدالله اخوند له نیول کیدو وروسته برادر دطالبانو دعالي شورا د مشر په توګه ذمه وارۍ سمبال کړې چې دغه شورا د کوټي په شورا هم پیژندل کیږي.

دملګرو ملتونو د ریکارډ له مخې تر دې وړاندې د ملا اختر منصور مرستیال ؤ ،ملا منصور دملا عمر له مړینې وروسته دطالبانو مشر ټاکل شوی وو. خبریال رحیم الله یوسفزی وایي “که چرې برادر په بند کې نه وی نو زه فکر کووم د ملاعمر له مړینې وروسته به هغه دطالبانو مشر وی. “

ښاغلی یوسفزی زیاتوي په ګڼو حوالو ملا برادر دطالبانو لیکو کې دومره مهم ګڼل کیږي لکه څومره چې دطالبانو موجوده مشر مولوي هیبت الله اخونزاده دی. دطالبانو مشر ملا هیبت الله اخونزاده هغه د خپلو سیاسي چارو مرستیال هم ټاکلی دی.

په ۲۰۱۰ م کې برادر دپاکستان اؤ امریکایی استخباراتي مامورینو په یوه ګډه کارروایۍ کې د کراچۍ څخه نیول شوی ؤ اؤ شا وخوا اته کاله بیا دپاکستان په بند کې پروت وو.

څیړونکې کیټی کلارک پخپل یو لیک کې وایي دنیول کیدلو پرمهال ملا برادر د طالبانو دوهم ستر مشر وو اؤ د یاغیانو قومانده یې پرغاړه لرله. د نوم نه څرګندولو په شرط یو افغان چارواکي دملا برادر دنیول کیدلو پرمهال بي بي سي ته ویلي وؤ” دهغه میرمن د ملاعمر خور ده، پیسې هم دهغه په لاس سمبالیږي ، هغه زمونږ دامنیتي ځواکونو په ضد ځینې خونړي بریدونه کوي”

دملګرو ملتونو دامنیتي شورا د اسنادو له مخې برادر د افغانستان د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ کې ۱۹۶۸ کې زیږیدلی وو. هغه د دراني قبیلې پوپلزۍ څانګې پسې اړوند دی چې دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم ددغه قبیلې سره تعلق لري.

دملا برادر په مشرۍ دمذاکراتو نتیجه به څه وي؟

خبریال رحیم الله یوسفزی وایي دې کې شک نشته چې ملا برادر پاکستان سره ښې اړیکې لري خو هغه نه ګڼي چې دده په مشرۍ به امریکا سره د سولې خبرې د پاکستان په شرطونو وشي.

هغه وایي دطالبانو دمزاکراتو میز ته کښېنولو کې پاکستان مهم کردار ترسره کړی خو ملا برادر پاکستان دامریکا په وینا له بنده خوشې کړی دی. ملا برادر درې میاشتې وړاندې پاکستان د زلمي خلیلزاد سره له لیدنو وروسته خوشی کړی ؤ‌ اؤ‌افغان دولت هم پاکستان څخه دهغه دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.

امریکا کې میشت ددفاعي چارو څېړونکی کامران بخاري وایي کال ۲۰۱۰م کې پاکستان ملا بردار ځکه نیولی ؤ چې هغه دپاکستان له خوښې پرته د کرزي دولت سره مزاکرات کول.

هغه وایي په پوخ باور نه شي ویلی چې ملا برادر به دسولې خبرو کې دپاکستان ګټې لټوي خو قطر ته دتګ نه وړاندې به پاکستان خامخا د هغه ملاتړ ترلاسه کړی وي.

په قطر کې به نن یو وارې بیا د افغانستان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ د سولې خبرو اترو بل پړاو پېل کیږي. او مطبوعاتي ربورټونه وايي ملا برادر هم دغه خبرو اترو لپاره دوحه ته رسیدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG