لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتين د پاکستان نه نړیوال ضمانت ولی غواړي؟


منظور پښتین ويلي دي د پاکستان سره به نور بغېر د نړیوال ضمانت نه خبرو اترو ته نه کيني:

"اوس به د پاکستان د حکومت سره خبرې هغه وخت کوو چې نړیوال منځگړتوب وکړي" ښاغلي پښتین دغه غوښتنه په وړومبي ځل په اتم اپریل په پېښور کې په یوه جلسه کې کړې وه.

تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ويلي وو چې په فاټا کې امن راغی نو وس یو بل تحریک شورو شو. د پاکستان دانگریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان د پوځ د مشر د خلې ليکي:

"پلان شوي یا د چا په لمسه جوړ شوي احتجاجونه نه منو" جنرل باجوه د احتجاجونو د تحریک نوم نه دی اخیستی، خو پاکستاني رسنۍ وایي، اشاره یې پښتون ژغورنې غورځنگ ته وه.

داسې ښکاریدله چې یوه جلسه نه بلکې ماتم روان دی، د پښتون قام د تېرو پینځلسو کالو ماتم

د پاکستان پوځ په شورو کې د پښتون تحفظ مومنټ د غوښتنو په خاصه توگه د نقیب الله مسید د قاتلانو نیولو د غوښتنې پورې د دغې تحریک سره همدردۍ لرلې، خو اوس ښايي چې په پوځ باندې د تحریک د مشرانو سختې نېوکې او دغه تحریک لپاره په بهر هیوادونو کې ملاتړ وروسته د پاکستان پوځ اوس دغه پرامنه تحریک یو خطر گڼي.​

د وي او ای ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې د ښاغلي پښتين څخه تپوس وشو چې داسې مو ولی ويلي دي؟ هغه وویل داسې مو ځکه ویلي دي چې مونږ سره د سبا ورځ غم دی:

" مونږ نړیواله گارنټي(ضمانت) غواړو، ددغې وجې چې نن خو به وشي، خو د مستقبل د سیکورټي (تحفظ) لپاره د پښتون قام لپاره دا ضروري ده" د نړیوال قانون پوهانو تر مخه د ښاغلي پښتین دغه غوښتنه د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د قانون سره سمه ده.

منظور پښتين د پاکستان نه نړیوال ضمانت ولی غواړي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:07 0:00

ښاغلي پښتين د مرکې په مهال د ناخوښۍ په انداز کې وویل چې په پېښور کې د ځپل شوي اولس غونډه روانه وه، میندې خویندې په ژړا وې او د پاکستان د خاصو ادارو لخوا ورپسې د دښمنۍ پروپېگتډه روانه وه:

" هلته په ټویټر د دويي د ادارو لخوا، په ډیفېنس پیجونو (دفاعي پاڼو) دويي ویل دا د را او این ډي ایس ایجنټان دي" هغه وویل په داسې کې چې د دويي په مونږ اعتماد نه دی پاتې:

"نو زمونږ هم پرې اعتماد پاتې نه شو" د ښاغلي پښتين په خیال د پاکستان ادارې په ځای ددې چې د دويي غوښتنې واوري او مسلې حل کړي د دويي د تحریک د پښو لاندې کولو کوښښ کوي:

"دويي خپل صلاحیتونه د مسلې په حل کولو نه بلکې ددغې تحریک په دباؤ کولو ضایع کوي"

د غورځنگ مشر وايي، ټولې غوښتنې یې په قانوني چوکاټ کې دي او د پوره کېدلو لپاره یې سوله ییزه مبارزه کوي:

"د اولس ملاتړ راسره دی" ښاغلي پښتين په پېښور کې د شوې جلسې په حقله وویل چې دا یوه ډېره کامیابه جلسه وه او ډېر څه یې ترې زده کړل. هغه وايي: "داسې ښکاریدله چې یوه جلسه نه بلکې ماتم روان دی، د پښتون قام د تېرو پینځلسو کالو ماتم" هغه وویل داسې میندې خویندې یې وليدلې چې خپل ارمانونه یې جلسې ته وړي وو :

"خویندې میندې مې ولیدلې چې بې اسرې راغلې وې یو امید یې راوړی وو" د پښتون ژغورنې غورځنگ د مشر تر مخه د پېښور د جلسې نه که نور څه وشو او که نه، پښتنو یو بل ولیدلو، غم یې سره شریک کړو:

"دا ډېر لوی کار وو، ټول قام یو محاذ ته راغونډ شو".

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG