لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور: د ضرب عضب اپرېشن غځولو امکان


د چارواکو په وينا سياسي انتظاميي د ميرعلي نه لوئيديز پله اووه کلوميټره لرې د ايدک علاقې نزدې څلور زره کورنو ته د خالي په ورځ د علاقې پرېښودو وئيلي وو
د چارواکو په وينا سياسي انتظاميي د ميرعلي نه لوئيديز پله اووه کلوميټره لرې د ايدک علاقې نزدې څلور زره کورنو ته د خالي په ورځ د علاقې پرېښودو وئيلي وو

د پاکستان د انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب اپرېشن غځولو د امکان څرگندونه کړې ده ، او خپل يو راپور کې وايي چې حکومت د شمالي وزيرستان د ميرعلي او شوال علاقې اوسېدونکو ته د علاقې پرېښودو او بنو ته د منتقل کېدو وئيلي دي .

د راپور ترمخه دغه اعلان په علاقه کې د زمکنو عملياتو غځولو په موخه شوی دی . راپور کې زياته کړی شوې ده ، چې د شمالي وزيرستان د رزمک ، سپين وام ، شوا ، شوال او ايدک علاقو اوسېدونکو ته د جون په ۱۵م نېټه د ضرب عضب اپرېشن پېل کولو په وخت د علاقې نه د وتلو نه وو وئيل شوي .

ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي چې چارواکو څو ورځې وړاندې د شوال اوسېدونکو د علاقې پرېښودو او بنو ته د منتقل کېدو نوټس جاري کړی وو .

د چارواکو په وينا سياسي انتظاميي د ميرعلي نه لوئيديز پله اووه کلوميټره لرې د ايدک علاقې نزدې څلور زره کورنو ته د خالي په ورځ د علاقې پرېښودو وئيلي وو .

ورځپاڼه وايي په دغې نوټس د علاقې خلک قهرېدلي ، او د دغې نوټس د منلو څخه يې انکار کړی دی .

شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن له کبله د ميرعلي او ميران شاه سيمو څخه د ۵۲۰۰۰ نه زياتو کورنو د مجبورۍ په حالت کې کډې کړي دي . او په لمړو کې د ۹۲۰۰۰ کورنو اندراج شوی وو ، خو د نېشنل ډيټابېس (نادرا) لخوا د تصديق وروستو په دغې شمېره کې کمې راغلی دی .

پوځ د ميرعلي او ميران شاه علاقو د جنگيالو څخه پاکولو ادعا کړې ده . او وئيلي يي دي په عملياتو کې د ۵۰۰ نه زيات ملکي او بهرملکي ترهگر وژل شوي دي .

ورځپاڼه وايي هوائي پوځ د شوال په سيمه کې فضائي بريدونه کوي ، چرته چې په ميران شاه کې د اپرېشن له امله په زرگونو جنگيالي دغې علاقې ته تښتېدلي دي .

بنو کې د ډپټې کمشنر د دفتر يو چارواکي وئيلي ، د افغانستان پولې ته نزدې د شوال د غريئزې علاقې خلک به نن د جمعې د ورځې څخه کډې کول پېلوي . او بنو کې د سېدگۍ په چيک پوسټ به يې رجسټرېشن کيږي ، او هلته به ورته نقد او خوراکي امداد ورکولی شي .

د قبائيلي سيمو دپاره د قدرتي افتونو په وخت د مرستو او انتظام ادارې ( اېف ډي اېم ای ) په دغې چيک پوسټ د رجسټرېشن دپاره امله ځايې په ځايې کړې ، او توقع څرگند کړی شوې ده چې د ايدک دعلاقې نه به څلور زره کورنۍ دغلته راشي .

ورځپاڼه د اېف ډي اېم ای د يو چارواکي د قوله وايي چې په دغې چيک پوسټ د کډو کوؤنکو خلکو دپاره د رجسټرېشن سره د تيار خوراک او اوبو ورکولو او موبائيل سم کارډونو د ويشلو انتظام هم شوی دی .

سرچينې وايي چارواکو د شورو په شپه د ايدک خلکو ته نوټس جاري کړی ؤ ، چې خپلې کډې وتړي . خود ايدک خلکو په حکومت تور لگولی ، چې د خپلې وعدې نه په شا شوی دی .

راپور وايي د علاقې مشران به نن د جمعې په ورځ جرگه کوي ، او په جرگه کې به د علاقې د پرېښودو يا نه پرېښودو پرېکړه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG