د خفیه رازونو افشا کوونکي وېب پاڼې باني جولین اسانج به د شورو، چهارشنبې، په ورځ په امریکا کې د خپل جرم اعتراف کوي چې د جاسوسۍ خلاف د امریکايي قانون خلاف ورزي يې کړې ده او بیا به ازاد کړی شي.
اسانج د تېرو پينځو کلونو راهسې د برطانیې په بند کې و. د دې نه مخکې هغه اووه کاله په لندن کې د اېکوېډور په سفارتخانه کې پناه ا خيستي وهږ د جرم د اعتراف وروسته به هغه کولی شي چې خپل وطن اسټرېلیا ته ستون شي.
دوه پنځوس کلن اسانج د تېرو ۱۴ کلونو راهسې د برطانيې په بند کې و او امريکې ته د جاسوسۍ په الزام مطلوب و چې په افغانستان او عراق کې د جنګونو په اړه خفیه امریکايي دستاوېزات يې افشا کړي و.
امریکايي عدالت ته د ورکړی شویو دستاوېزاتو ترمخه، اسانج به د دې جرم اعتراف کوي چې د امریکې د دفاع سره تړلي خفیه معلومات د ترلاسه کولو سازش یې کړی و.
په لندن کې د اېکوېډور په سفارتخانه کې د پناه په مهال اسانج په سويډن کې د جنسي تېرې د مقدمې سره هم مخامخ و خو وروسته دغه مقدمه ختمه شوه.
د نهې، سه شنبې، په ورځ اسانج د برطانيې نه امریکې ته د سفر په مهال ټاي لېنډ ته ورسېدو. د نهې، سه شنبې، په ماسپښین د اسانج جهاز بېنکاک په هوايي اډه کښېناستو چې تېل په کې واچول شي. ټاکل شوې ده چې اسانج به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې د انتظام لاندې ماریانا جزیره کې عدالت ته حاضرېږي او د خپل جرم اعتراف به کوي.
امریکايي عدالت به اسانج ته د ۶۲ میاشتو سزا ورکوي خو دا بند هغه د مخکې څخه تېر کړی دی. د دې وروسته به هغه ازاد وي چې اسټرېلیا ته بېرته لاړ شي.
امریکايي حکومت اسانج یو خطرناک تن ګڼلو چې خفیه دستاوېزاتو د افشا کولو دلارې يې د امریکايي استخباراتو دپاره د کارکوونکو خلکو ژوندونه يې د خطر سره مخامخ کړي وو.
اسانج د امریکې د تاریخ د ټولو نه زیات خفیه دستاوېزات افشا کړي وو.
اسانج په ۲۰۱۰ کې د ۷۰۰۰۰۰ نه زیات دستاوېزات افشا کړي وو چې په کې د کال ۲۰۰۷ یو وډیو هم وو. وډیو په عراق کې د امریکايي هېلې کاپټر حمله ښيي چې په مشکوکو وسله والو ډزې کوي. په حمله کې د روېټرز خبري ادارې د عملې د دوو غړو په شمول تر ۱۲ پورې کسان وژل شوي دي.
ځینو خلکو په اسانج د جاسوسۍ د الزاماتو مخالفت کولو او د مطبوعاتو د ازادۍ فعالانو به وېل چې په هغه مجرمانه الزامات لګول د بیان او د صحافت ازادۍ ته خطر دی.
کله چې په اسانج الزامات ولګول شوو نو د امریکې پخواني نایب صدر مایک پېنس وویل اسانج د جنګ په وخت کې د امریکايي عسکرو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي وو.
پېنس په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د اسانج سره د صدر جوبایډن د حکومت معاهده چې د هغه خلاف مقدمه غلطه وه د امريکايي عسکرو او د هغوی د کورنیو د خدماتو او قربانیو بې بې احترامي ده.
Forum