لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قیدي ښځې— ښځې د سړو قېدیانو سره په جېل کې بندي دي


په پاکستان کې ډېر قېدیان او لږ جېلونه (بندیخانې) – د ښځو قېدیانو لپاره دا توازن لا نور بې تولې دی. مثال ېې د پېښور سنټرل جېل دی. دا جېل د ښځو لپاره نه دی خو بیا هم پکې 108 ښځې قېدي دي.

په پاکستان کې دا وخت د ۹۰ نه زیات جیلونه دي خو پدغو کې یواځې درې جېلونه د ښځو لپاره دي. د ښځو په جیلونو کې یواځې یو د خیبر پښتونخوا په هري پور او پاتې دوه په ملتان او کراچۍ کې دي.

په خیبر پښتونخوا کې په جیلونو کې بندي زنانو د مرستو لپاره جوړې یوی غیر دولتي ادارې (لاس) سره کار کونکې مېرمن امنه رفیق واېس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وايي : ٫٫ په جیلونو کې بندي زنانه د بدني تکلیفونو سره سره د ذهني، نفسیاتي یا اعصابي او د ټولنې د بدو رویو سره مخ دي. او د حکومت نه غوښته کوي دغو زنانو ته دی د جیل دننه بنیادي سهولتونو ورکولو لپاره ګامونه پورته کړي.٬٬

زیاتې ښځې قیدیانې چرته دي

په پښتونخوا کې د بندیانو دشمیرو په حساب دا وختې تر ټولو زیاتی ښځې قیدیانې د مردان په مرکزي جیل کې دي. او دغه شمیره د 62 ده. د هري پور په مرکزي جیل کې د ښځو شمیره 9، د کوز دیر تیمرګره په ضلعي جیل کې د زنانو قیدیانو شمیر 24 او د پېښور په مرکزي جیل کې د زنانو قیدیانو شمیره 32 ده.

د خیبر پښتنونخوا د جیلونو د محکمې لخوا ډیوه ریډیو ته ورکړی شوو معلوماتو تر مخه په ګرده صوبه کې دا وختې 188 ښځې په لویو او وړو جرمونو کې په بندي خانو کې قید دي. په دغو بندي زنانو کې یواځې ۲ ته د مرګ سزا اورول شوې چې لا هم عملي شوې نه ده. په سزا شوو ښځو بندیانو کې لویه شمیره د مردان په بندي خانه کې ده. دغلته په 62 بندیانو ښځو کې 21 ته سزا اورول شوې ده.

داسې ښځې چې په جیل کې په بیلا بیلو جرمونو کې بندي شوي خو لا ورته سزا نه ده ورکړی شوي په پښتونخوا کې ېې شمیره 151 ده. او په دغو کې لویه شمیره د مردان په سنټرل جیل کې ده چرته چې دا وختېې 39 زنانه داسې دي چې ورته سزا ګانې نه دي وکړی شوي. او د ځنو قانوني او مالي مشکلاتو له وجې دوي خپلې قضېی یا کیسونه نه شي کولې او نه ېې د ضمانت یا خلاصي لپاره څه کوششونه شوي دي.

مېرمن امنه رفیق د بندي زنانو د مشکلاتو په اړه واېي د جیل دننه قیدیانو ته د ژوند بنیادي سهولوته نیشته او د یو شمیر ستونزو سره مخ وي.

د ډیوه ریډیو سره د خبرو په وخت مېرمن امنه رفیق زیاته کړه که څه هم د پښتونخوا په جیلونو کې د زنانو سره د بد سلوک یا جنسي زیاتۍ څه پېښې نه دي رپورټ شوي خو د پښتونخوا په جیلونو کې مېشت زنانه د یو شمیر نورو ستونزو سره مخ دي.

په پښتونخوا کې جېلونه او قېدیان

د سرکاري شمیرو تر مخه دا وختې په خیبر پښتونخوا کې 20 لوې واړه جیلونه دي. پدغو کې 6 لوې یا سنټرل جیلونه، 7 ضلعي جیلونه ، 3 سب جیلونه او 4 عدالتي بندي خانې یا جوډیشل لاک اپس دي.

د خیبر پښتونخوا د جیل خانه جاتو د محکمې لخوا ډیوه ریډیو ته وکړی شوي معلوماتو تر مخه د صوبې په 20 جیلونو کې د 8534 بندیانو یا قیدیانو د ساتلو ګنجاېش دی ولې په دغو کې د بنديانو شمیره نژدی 10 زره او 58 ده او په دغو کې ښځې قیدیانې هم شامل دي.

د مردان په مرکزي جیل کې بیا د قیدیانو شمیره تر ټولو سوا ده. چرته چې د 1998 قیدیانو ګنجاېش دی خو په دغه مرکزي جیل کې د 62 ښځو قیدیانو په شمول 2379 قیدیان بندي دي کومه چې یوه لویه شمیره ده. تېر کال د پېښور په مرکزي جېل کې د قېدیانو شمېره ډېره زیاته وه چرته چې د قېدیانو شمېره 2974 وه خو په جېل کې گنجایش د 450 قېدیانو ده.

رارونه اونې به تاسو د ډیوه ریډیو نه واورۍ چې د پښتونخوا په جیلونو کې بندي دغه ښځې په کومو کومو جرمونو کې نیول شوي؟ ایا دوي تشې نیول شوي او که نه مقدمې یا قضېې ېې هم روانې دي. او ایا دغه ښځې قانوني مرستې په اسانه ترلاسه کولې شي او که نه؟

د وي او اې ډیوه د ښځو قېدیانو په اړه د رپورټونو لومړی ټوک

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG