لاس رسیدونکی لینک

 
ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې په غزه کې ناروغۍ خورېدلی شي
تازه خبر

ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې په غزه کې ناروغۍ خورېدلی شي


ډبليو اېچ او وویل د خلکو د ګڼې ګوڼې، د څښلو د صفا اوبو او د صفايي د نیشت والي له امله د ماشومانو د هېضې په شان ناروغو پېدا کېدو دپاره حالات پېدا شوي، چې خطر يې د معمول د حالاتو نه ۱۰۰ فیصد زیات شوی دی
ډبليو اېچ او وویل د خلکو د ګڼې ګوڼې، د څښلو د صفا اوبو او د صفايي د نیشت والي له امله د ماشومانو د هېضې په شان ناروغو پېدا کېدو دپاره حالات پېدا شوي، چې خطر يې د معمول د حالاتو نه ۱۰۰ فیصد زیات شوی دی

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن خبرداری کړي چې په غزه کې انساني ژوند ته د بمبارۍ زیات لوی خطر د ناروغو خورېدلو راوړلا کړی دی.

ډبليو اېچ او وویل د خلکو د ګڼې ګوڼې، د څښلو د صفا اوبو او د صفايي د نیشت والي له امله د ماشومانو د هېضې په شان د ناروغو د پېدا کېدو دپاره حالات برابر شوي دي، چې خطر يې د معمول د حالاتو نه ۱۰۰ فیصد زیات شوی دی.

د ډبلیو اېچ او ترجمانې د نهې، سه شنبې، په ورځ په جنیوا کې خبري غونډې ته وویل که د صحت نظام ښه نه کړی شو نو په غزه کې به بالاخر د بمبارۍ نه زیات د ناروغو دلاسه د خلکو مرګونه ولیدل شي.

ډبلیو اېچ او ویلي د خوراک کمی هم د ناروغو خطر زیاتوي ځکه چې د خوراک کمی انسان کمزوری کړي او بیا پې بیماري په اسانه اثر کوي.

په غزه کې خلک په علاج کې د مشکل سره مخامخ کېږي ځکه چې طبي عمله کمه ده او د دوایانو او وېکسینز کمی هم دی.

د ګڼې ګوڼې د ځای نه د خځلې نه اوچتېدل د ناروغو د خورېدو په اړه تشویش زیات کړی دی.

په غزه کې د حالاتو په اړه ډبلیو اېچ او د ډز بندۍ او د غزه ولس ته په مستقل ډول امداد د رسولو غوښتنه کړې ده.

ډبلیو اېچ او په اېکس، پخواني ټوېټر، غوښتنه وکړه چې د ملکي کسانو او د صحت د خېرښېګړې د نظام تحفظ او د نړیوال قانون احترام دې وشي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې کسان حماس یرغمال ونیول. حماس خلاف د اسرایل په عملیاتو کې د فلسطيني چارواکو په وېنا په غزه کې د ۱۴۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG