لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سیمې او نړۍ ځینې مهم خبرونه


په غوطه کې ماشومان په یو محفوظ ځای کې ناست دي
په غوطه کې ماشومان په یو محفوظ ځای کې ناست دي

د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، د حکومت تر ولکې لاندې دمشق کې د یاغیانو په راکټي بریدونو کې د نهې یا سې شنبې په ورځ ۳۵ کسان وژل شویدي.

عیني شاهدان وايي، راکټونه له ګڼې ګوڼې په یو ډک مارکېټ باندې لږېدلي دي.

تر اوسه پورې کومې یاغي ډلې ددغه راکټي برید په اړه څه نه دي ویلي.

په سوریه کې د ژغورنې یوه ډله چې د سپینو خولیو یا وایټ هیلمېټ ډلې په نامه یادیږي وايي، چې تر اوسه پورې یې د پېښې له ځایه ۲۰ مړي ویستلي دي.

----------------------

د ناجیریا د معلوماتو وزیر وايي، بوکو حرام ډلې له هغو ۱۱۰ جونو څخه ۷۶ بېرته پرېښي دي کومې چې یې تېره میاشت له یوه ښونځي څخه تښتولې وې.

لې محمد د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې یادې جوني یې ددغه هېواد د یو شمېر ملګرو په مرسته راخوشې کړیدي.

له بوکو حرام سره د پاتې جونو برخلیک لا څرګند نه ده.

بوکو حرام ډلې په ۲۰۱۵ کال کې له داعش ترهګرې ډلې سره بیعت کړی او له هغې راهیسې یې په ګڼو ښونځیو باندې بریدونه کړیدي.

بوکو حرام هغه مهال نړۍ وویروله کله چې یې څلور کاله وړاندې په چیبوک نومي ځای کې څلور کاله وړاندې د یو ښونځي ۲۷۶ جوني وتښتولې.

----------------

د امریکا د ټېکساس ایالت د اسټېڼ ښار پولیسو نن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د وروستیو پکیجي بمونو سره په تړاو یو مشکوک کس هغه مهال په خپل موټر کې ځان والوځوه کله چې پولیس ور نږدې شول.

د اسټېن د پولیسو مشر براین مېنلې خبریالانو ته وویل، چې چارواکو دغه مشکوک کس ۲۴ کلن سپین پوستی وموند چې موټر یې د اسټن شمال ته د یو هوټل مخې ته ولاړ و.

ده وړاندې وویل، چې د پلټنو ګډ ټیم په دې باور لري چې یاد ۲۴ کلن ځوان په تېرو پنځو چادونو کې لاس درلود.

په دغو چاودنو کې دوه کسان مړه او څلور نور ژوبل شوي وو.

--------------

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د نهې یا سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په داسې حال کې ولیدل چې د سعودي او ایران ترمنځ فشارونه زیات شویدي.

ټرمپ محمد بن سلمان سره یوځای د خبرو پرمهال وویل، ایران د نړۍ له هاغه ګوټ او ټولې نړۍ سره ښه چلند نه کوي او په ایران کې ډیر بد څېزونه کیږي.

ټرمپ په ټینګار سره وویل چې امریکا له ترهګرو سره د مالي مرستو په برخه کې نور هېڅ زغم نه لري او نور به نه پرېږدي چې څوک ترهګرو ته پېسې ورکړي چې اشاره يې نېغ په نېغه ایران ته وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG