لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شي جنپنګ او شهباز شریف بیجنګ کې د ترهګرۍ او چینايي منصوبو په اړه خبرې کړي


د چین صدر شي جن پنګ د جمعې په ورځ بیجنګ کې د پاکستان وزیر اعظم شهبازشریف سره د ملاقات په وخت ویلي دي چین د خپلې خود مختاری او سلامتیا په دفاع کې د ترهګرۍ په ضد د پاکستان کلکه مرسته کوي.

شي جن پنګ هیله ښودلې ده چې پاکستان به په مستقل ډول د یو محفوظه ، مستحکمه او متوقع کاروباري ماحول په خاطر د چینايي کارکوونکو ، منصوبو او ادارو حفاظت په موثر توګه باوري کړي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين په پينځه ورځني سفر دی او د شي جن پنګ سره یې د ملاقات نه وړاندې د شورو/ چهارشنبې په ورځ په شینجین کې د پاکستان چین بزنس کانفرنس ته هم وینا کړې وه.

د رايټرز خبري ادارې په رپورټ کې ویل شوي دي د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د چینايي‌صدر سره ملاقات کې یو ځل بیا د مارچ په میاشت کې په شانګله بشام کې په چینايي انجنیرانو ځان مرګي برید او په دې کې د چینايي وګړو په وژنو خفګان ښکاره کړی.

شهباز شریف ویلي دي پاکستان به د چینايي کارکونکو او ادارو حفاظت باوري کولو او د ککړو ترهګرو په د سختو ګامونو پورته کولو ته دوام ورکړي .

رایټرز وايی چینايي صدر د ملاقات په وخت ویلي د پاکستان د پرمختیا او سماجي‌ ترقۍ لپاره یې د سي پیک په اپ ګریډ ورژن پام دی او پاکستان سره د شریک بیلټ اېنډ روډ ډویلپمنټ په لړ کې مرستو ته تیار دي.

شریف وویل پاکستان د چینايي صدر د بېلټ اېنډ روډ انېشیتیو ، د نړیوالې پرمختیا پروګرام او نړیوال امنیت مکمله مرسته کوي او زیاته کړې یې ده د چینايي صدر سوچ نړۍ ته زیات پرامنه او خکلې تصویر ورکوي.

وزیر اعظم ویلي څوک هم د چین او پاکستان دوستي نشي ختمولی، پاکستان د چین قابل اعتماد دوست دی او د چین د مفاداتو سره سم دتایوان ، ژي ژانګ ، سنکیانګ او بحیره روم په اړه معاملاتو کې د چین د دریځ سره دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG