لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کال ٢٠١٧ کې پښتو ادب کوم مقام ته ورسېدلو؟


٢٠١٧ د پښتو ادب دنظم او په ځانگړې توگه د نثر په برخه کې ډېر گټور کال وو. وتلی نقاد او شاعر سمیع ارمان داودزی وايي تیر کال په پښتو ژبه کې د نړیوال معیار نثر ليکل شوی دی.

٢٠١٧ د پښتو ادب دنظم او په ځانگړې توگه د نثر په برخه کې ډېر گټور کال وو. وتلی نقاد او شاعر سمیع ارمان داودزی وايي تیر کال په پښتو ژبه کې د نړیوال معیار نثر ليکل شوی دی.

د نثر په برخه کې تنقيد، تحقيق، څیړنه او تذکره تر ټولو غوره اصناف وو. ښاغلی ارمان وايي وتلی لیکوال ښاغلی عبدالرؤف رفيقي د تېرو دېرشو کالو راهسې د پښتنو ليکوالو تذکره ليکي، ددې د چاپ کیدلو پیل په تېر کال کې یوه مهمه کارنامه وه:

"دا پروجېکټ(منصوبه) په لسو جیلدونو کې دی او ددې پينځه جلدونه د ویاړلي په نوم چاپ شوي دي، زه گڼم دا په پښتو کې د نړیوال معیار کار دی"

نقاد او شاعر سمیع ارمان داودزی
نقاد او شاعر سمیع ارمان داودزی

په کال ٢٠١٧ کې د پښتو ژبې ادبي مجله جرس بیا شورو شوه. خال مجلې د کاظم خان شیدا نمبر شایع کړو . ښاغلی ارمان وايي په کال ٢٠١٧ کې د پښتون مجلې شمار د یوې میاشتې په سر تر ۴٠٠٠ زره ورسېدلو. پښتون مجله په کال ١٩٢٨ کې باچا خان شورور کړې وه.

په کال ٢٠١٧ کې د پښتو شاعرۍ موضوعات د خپل تاریخ عروج ته ورسیدل . ښاغلی داودزی وايي د افغانستان د سید بهالدين مجروح کلیات د ځان ځاني ښامار په نوم په درې ژبو پښتو، دري او فرانسوي کې سهکال چاپ شو:

"دا د عالمي معیار شاعري ده"

د افغانستان د سید بهالدين مجروح کلیات د ځان ځاني ښار مار په نوم په درې ژبو پښتو، دري او فرانسوي کې سهکال چاپ شو

د ښاغلي داودزي سره په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې د رحمان بونيري مرکه په لانديني لينک اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:15:30 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG