لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن حوثیانو د سعودي د تيلو په سهولیاتو د میزاییلو او ډرونونو حمله کړې


پخوا هم حوثیانو د سعودي عرب د تیلو مرکزونه په نښه کړي و. دا عکس پخوانی دی.
پخوا هم حوثیانو د سعودي عرب د تیلو مرکزونه په نښه کړي و. دا عکس پخوانی دی.

د یمن حوثي قوتونو د اتوار/یکشنبې په ورځ د سعودي عرب د تیلو صنعت مرکزونه په میزایلو وویشتل. په دې حمله کې د سعودي عرب د تیلو سترې کمپنۍ ارامکو یو مرکز په رأس تنوره کې په نښه شوی دی. سعودی عرب دعوه کړې چې د دې برید مقصد د نړۍ د انرجۍ فراهم کولو سیسټم امن او استحکام ته زیان رسول و.

حوثیانو هم دا منلې چې دوی حملې کړي، خو ویلي یې دي چې د سعودي په الدمام، عسیر، او جازان ښارونو کې یې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

د سعودي د انرجۍ وزارت ویلي چې په رأس تنوره کې د تیلو یوه ذخیره د ډرون په ذریعه په میزاییل ویشتل شوې خو کوم ځاني یا مالي زیان یې نه دی اړولی. رأس تنوره کې د تېلو د صفایي کارخانه شته او په نړۍ کې د تیلو د بارولو تر ټولو ستر بندر ګڼل کیږي.

همدا شان چارواکو ویلي چې د میزاییلو ټوټې په الظهران کې د ارامکو کمپنۍ سره تعلق لرونکې د استوګنې یوې سیمې ته نږدې پر ځمکه رالوېدلي ډي. تر دې وړاندې د سعودي سرکاري میډیا ویلي و د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف چې حوثیانو سره په جنګ دی، د دوولسو (۱۲) په وسلو سمبال ډرونونو مخه نیولې ده. د هغو وینا وه چې دې ډرونونو غیرپوځي ځایونه په نښه کول، خو دا ندي ویل شوي چې په کومه سیمه کې. د سعودي پوځیانو دا هم وویل چې حوثیانو د جازان ښار په لور دوه بالسټیک میزاییلونه هم توغولي و.

د الظهران ښار دوو اوسېدونکو رائټرز خبري ادارې ته ویلي چې هغو د یوې چاودنې آواز اورېدلی دی. په سعودي عرب کې د امریکا سفارت یو بیان جاري کړ او د ځینو رپوټونو یادونه یې وکړه چې د اتوار/یکشنبې په ماښام په الظهران، الدمام، او الخُبر ښارونو کې د ممکنه میزایلي حملو په اړه و.

د حوثي لښکرو ویاند یحیی سریا د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې هغو د سعودي عرب په زړه کې د پراخو عملیاتو په مقصد، څوارلس (۱۴) د ډرون حملې کړي او اته (۸) بالسټیک میزاییلونه یې ویشتلي دي.

په دې وروستو کې چې امریکا او ملګري ملتونه په یمن کې د یوې ډزبندۍ او د سیاسي جوړجاړۍ د مذاکراتو بیا پیلولو کوششونه کوي، حوثیانو په سعودي عرب باندې بریدونه سېوا کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG