لاس رسیدونکی لینک

 
د یمن جګړه تېزه شوې او د مذاکراتو دپاره کوششونه یې له خطر سره مخامخ کړي
تازه خبر

د یمن جګړه تېزه شوې او د مذاکراتو دپاره کوششونه یې له خطر سره مخامخ کړي


د تېرې یوې هفتې راهیسي په یمن کې د حوثي یاغیانو او د یمن د حکومتي قواوو ترمنځ جګړه یو ځل بیا توده شوې او یمني چارواکو ویلي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ هم په مأرِب ولایت کې چې یوه سټراټيجیکه سیمه ګڼل کیږي، جنګ جګړې روانې وې.

په دې نویو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي او دې واقعاتو د یمن د مذاکراتو بیا پېلېدو دپاره کوششونه له خنډ سره مخ کړي دي. دا کوششونه د ملګرو ملتونو په مشرۍ روان دي چې غواړي په یمن کې جنګ جګړه ختمه شي.

د یمن په جګړه کې حوثي یاغیانو سره د ایران لخوا مرسته او ملاتړ کیږي. بل اړخ ته د یمن حکومت سره چې په نړېواله کچه په رسمیت پېژندل شوی، د سعودي عرب په مشرۍ د ائتلاف مرسته او ملاتړ شته دی. مأرِب په یمن کې داسې یوه سیمه ده چې هلته د تیلو زیاتې زېرمې شته او خلک یې د حوثیانو خلاف دي.

په همدې حال کې حوثیانو په هغه ښار باندې حملو ته زور ورکړی، خو له سخت مقاومت سره مخ شوي او په داسې حال کې چې ډېر کسان یې هم وژل شوي دي، د ښار په خوا یې پرمختګ ندی کړی. دا خبره د دواړو اړخونو پوځي چارواکو کړې ده.

د یمن جنګ په ۲۰۱۴ کې هغه وخت پیل شو چې یاغیانو په سرښار صنعا او د هېواد په زیاترو شمالي سیمو قبضه ولګوله. د هغه نه څو میاشتې پس د سعودي عرب په مشرۍ د سیمې د هېوادونو یو ائتلاف چې امریکا یې هم ملاتړ کاوه، پوځي مداخلت وکړ او کوشش یې وکړ چې حوثي یاغیان له صنعا وشړي او د یمن حکومت چې په عالمي کچه پېژندل شوی حکومت و، هغه بېرته واک باندې قایم کړي.

د هغه وخته تر اوسه د یمن په دې جګړې کې ویل کیږي چې شاوخوا یو لک و دېرش زره کسان وژل شوي او خلک هم هلته له سختۍ قحطۍ سره مخ دي چې د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران بلل شوی دی.

اوس یاغي حوثیان غواړي چې په مارب سیمه قبضه ولګوي، د سعودي عرب جنوبي سرحد ته ورنږدې شي او په مارب ولایت کې د تیلو وسایل پخپل ولقه کې راولي. دا به د امن په مذاکراتو کې د دوی دریځ پیاوړی وساتي.

مګر سعودي عرب چې په دې پلان پوهېده، د حوثیانو پوځي کاروانونه یې بمباري کړل. چارواکو دا هم ویلي چې د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف، د تعِز او شَبوَه ولایتونو نه هم مارب ته اضافي عسکر ورلېږلي دي.

چارواکو، چې غوښتل نومونه یې پټ وساتل شي، رسنیو ته ویلي دي چې په تېرو دوو ورځو کې قریب پنځوس تنه په جګړه کې وژل شوي او د ۱۲۰ نه زیات نور زخمیان شوي دي چې اکثره یې حوثي یاغیان دي. د دې نه علاوه، څو ورځې مخکې چې دا حمله نوې پیل شوه، هغه وخت هم لسګونه کسان وژل شوي و.

په مارب ولایت کې چې د مارب په نوم یو عظیم ډېم هم پکې موجود دی، په لکونو خلکو د یمن د نورو جنګ ځپلو سیمو نه پناه اخیستې ده، خو اوس د جنګ لمن هغو ته هم نږدې ښکاري.

دا خطره اوس شته چې که د مارب جګړه تېزه شي، نو ملګرو ملتونو هغه کوششونه به باطله کړي کوم چې غواړي د یمن د جګړې ختمولو دپاره د امن مذاکرات وشي.

په امریکا کې پس له هغه چې ډېموکرېټ جو بایډن د صدارت چوکۍ ته ورسېد، د یمن جګړې په اړه د واشنګټن دریځ هم بدل شو. بایډن اعلان وکړ چې امریکا به نور د یمن په جنګ کې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف ملاتړ ونکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG