لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستانی يوټيوبر خبریال عمران رياض حج ته د تلو په وخت په هوايي اډه ګرفتار کړل شوی


پاکستانی يوټيوبر خبريال عمران رياض د لاهور په هوايي اډه ګرفتار کړل شوی، ويل شوي هغه د کورنۍ سره حج ته تلو او په احرام کې وو.‏

د عمران ریاض د اېکس (پخواني ټویټر) اکاونټ څخه ځينې ويډيوز پوسټ کړل شوي او ورته ليکل شوي:

‏"عمران رياض خان په هوايي اډه د عدالتي احکاماتو باوجود په احرام کې، په وردۍ کې او بغېر وردۍ کسانو ګرفتار کړو، عمران رياض خان په ديکو او ‏بدتميزۍ سره ونيول شو. عمران رياض خان په اوچت غږ کې لبېک الله ويل او هغه په يوه تور ويګو ګاډي کې کښېنول شو".‏

له دغې وړاندې د هغه په اېکس اکاونټ يو بل پوسټ کې ويل شوي، اطلاعات ورته ترلاسه شوي چې په هوايي اډه د هغه د ودرولو هڅې کېدی شي، هغه ‏ويلي، که د حج نه د ودرولو دپاره نیول کيږي تيار دی، حالانکه په ټولو قضيو کې په ضمانت دی.‏

عمران ریاض پر خپل اکاونټ په پوسټ کړې یوه ویډیو کې وایي، دی خپل ملک هیڅکله نه پرېږدي‌ خو اوس یواځې د حج د مراسمو لپاره سعودي ته روان وو، وایي وړم او تېر کال ی هم حج ته د تلو نیت کړی وو خو اجازه ور نه کړل شوه او سږ کال یې چې حج ته د تلو نیت کړی بیا نه پرېښوول کیږي:

"زه یواځې د حج په نیت ځم، زه چې حج وکړم بیرته راځم ځکه ما عدالت ته ویلي د راتلونکې [جولای] د میاشتې پر اتمه نېټه چې کومه پېشي‌ ده زه به هغې ته وړاندې کېږم، ما تر اوسه د قانون هیڅ سرغړونه نه ده کړې او اوس حج ته د تلو حق استعمالوم، دا پینځم وار دی زه ټکټ اخلم، ما خپله کورنۍ هم له بهره د حج لپاره را غوښتې او پر هوایي میدان زما په انتظار ده".

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د عمران رياض وکیل اظهر فاورق لاهور هايکورټ ته د عمران رياض د نیولو او د هغه پرضد درج مقدمو د تفصيلاتو دپاره ‏خواست کړی، مرکزي حکومت او نور یې پکې فریق جوړ کړي دي.‏

اظهر فاروق ویلي، په ‏‎11‎م جون د عمران رياض نوم اېګزټ کنټرول لسټ (يا ملک نه بهر نه تلو) د فهرست نه ويستل شوی، خو د لاهور په هوايي اډه نيول ‏شوی او نامعلومه ځای ته منتقل کړل شوی دی، د هغه پرضد د مقدمو تفصيل نه دی ويل شوی او نيول شوی دی.‏

د پنجاب پوليسو مشر (آی جي) ډاکټر عثمان انور په لاهور هايکورټ کې مطبوعاتو سره خبرو کې د عمران رياض نيول تاييد کړي او ويلي يې دي بې د ‏مقدمې څوک نه نيول کيږي خو د مقدمې تفصيل یې نه دی ویلی.‏

عمران ریاض د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په پلويتوب او اوسني حکومت او اسټبلشمنټ پرضد بيانونه ورکوونکی ګڼل کيږي.‏

نوموړی تېر کال هم بې درکه شوی او خواوشا څلور مياشتې وروسته بيرته راغلی وو، روان کال هم هغه د مذهبي کرکې خورولو او د چيف جسټس پرضد د ‏کرکې خورولو په تور نيول شوی وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG