لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د امریکایي پوهنتون استاذان چېرته ساتل او څنگه یې خوشې کړل؟


په افغانستان کې ځایي چارواکي وایي چې طالبانو د امریکایي پوهنتون دوه تنه برمته کړي استاذان، له ډیورنډ کرښې هغه غاړې، د پاکستان اړخ ته ساتلي و او بېگاه شپه یې هغوی له کرښې رااړولي او امریکاییانو ته یې سپارلي دي.

افغان طالبانو درې کاله مخکې له کابل څخه د افغانستان امریکایي پوهنتون دوه تنه بهرني استاذان وتښتول او ناڅرگند ځای ته یې انتقال کړل. دغه دوه تنه، چې یو یې د امریکا او بل یې د آسټرالیا دی، بالاخره نن د نهې یا سې شنبې په ورځ په زابل ولایت کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل شول.

د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وي او اې ډېوه ته وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، دوه تنه برمته شوي استاذان تېره شپه یوولس نیمې بجې، په یو بایفور گاډي کې د ډیورنډ کرښې له "جنگي بریج" سیمې چې یوه گریزي لاره گڼل کیږي، راتېر کړل او د شملزیو ولسوالۍ څخه په تېرېدو یې، نوبهار ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو ته وسپارل.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان امریکایي پوهنتون د دوو بهرنیو استاذانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی. خو د پاکستان حکومت د افغان ځایي چارواکو د دې دعوې د کره والي په اړه چې گني دغه استاذان په پاکستان کې ساتل شوي وي، تر اوسه څه ندي ویلي.

حق بیان زیاته کړه چې طالبانو د زابل په درېیو ولسوالیو: شملزیو، شاه جوی، او نوبهار کې په همدې مقصد له امریکاییانو سره ډزبندي کړې وه او غوښتل یې چې د استاذانو گاډی د ډیورنډ کرښې نه بیا تر نوبهار ولسوالۍ پورې په غلطۍ سره په ډرون ونه ویشتل شي.

هغه زیاته کړه چې په نوبهار ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمې کې د نهې ورځې په غرمه د امریکاییانو دوه هلیکاپټرې راښکته شوې، او درې نورې طیارې په آسمان کې گرځېدلې چې امنیت ټینگ کړي. په لس مېنېټو کې طالبانو دوه استاذان امریکاییانو ته وسپارل، او طیارې په هوا شولې.

د زابل جغرافیایي حالات

زابل د افغانستان یو وړوکی ولایت دی چې د کندهار شمال ختیځ خوا ته، د پکتیکا او غزني ولایتونو ترڅنگ پروت دی. په جنوب کې یې د ډیورنډ کرښه ده چې بلې غاړې ته یې د پاکستان د بلوچستان صوبې، ‏ژوب ضلع پرته ده.

زابل ولایت په لسو ولسوالیو ویشل شوی دی چې اکثره سیمې یې د طالبانو تر واک لاندې دي. د زابل د والي ویاند، گل اسلام سیال وي او اې ډیوه ته وویل چې یوازې د زابل خاک افغان ولسوالي په تېرو لسو کلونو کې د طالبانو په ولکه کې پاته شوې ده، او نورو ولسوالیو کې حکومت فعاله دی.

مگر د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان بیا وایي چې په اکثرو ولسوالیو کې، حکومت د انتظامیې دفترونه امن ځایونو ته انتقال کړي، خو د ولسوالیو پخواني ځایونه د طالبانو په لاس کې دي.

له پاکستان سره د زابل سرحدي ولسوالۍ، چې د شملزیو ولسوالي ده، هم د طالبانو تر اثر لاندې ده.

د زابل ولایت د ولایتي شورا مشر وایي چې په زابل کې د امریکایي ځواکونو کومه اډه نشته، خو زیاتوي چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د ژوب ضلعې په سیمو کې افغان طالبان مرکزونه لري او له هغه ځایه همیشه چاودېدونکي توکي او نور شیان زابل ته رااړوي.

یاده دې وي چې د افغان طالبانو یو جگپوړی قوماندان مولوي ملنگیار، چې څه موده مخکې د امریکاییانو د ډرون په یوې حملې کې ووژل شو، هم کور یې په ژوب کې و، او د ژوب د جامع جومات پر امام، مولوي الله داد هم تر ډېره دا تورونه لگېدلي و چې هغه د افغانستان د طالبانو ملاتړ کوي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG