لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دا چې طالبان به د بهرنیو عسکرو له انخلا وروسته سمدستي کابل ونیسي، ناسمه پېشګویي ده - خلیلزاد


د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي، دا پېشګویانې چې د امریکایي او نېټو ځواکونو له انخلا وروسته به طالبان په فوري په کابل قبضه ولګوي او حکومت به رانسکوره کړي، دا ناسمې او له مایوسي ډکې دي.

خلیلزاد چې د نهې/سې شنبې په ورځ یې د افغانستان د امن پروسې په اړه د کانګرس د خارجي اړیکو کمیټې ته معلومات ورکول، وویل: « دا بیانونه چې ګني د هغو (افغان حکومت) قواوې به سره وپاشل شي او طالبان به فوري اختیار واخلي، پخپله زما په باور دا د غلطۍ بیانونه دي.»

زلمي خلیلزاد دا هم وویل چې که چېرته طالبان وغواړي چې په زور سره واک اختیار ته ورسیږي، نو بیا به د سیمې او نړۍ په کچه ورباندې پابندۍ ولګول شي. یاده دې وي چې په دې وروستیو کې افغان صدر اشرف غني هم په یوه مرکه کې په طالبانو باندې د پابندۍ لګولو خبره وکړه.

په همدې حال کې د کانګرس یو رېپبلېکن غړي مایکل مککال وویل، هېڅ داسې امکان نشته چې طالبان دې له امریکا سره په دستخط شوې لوظنامه کلک ودریږي. دا لوظنامه تېر کال په قطر کې لاسلیک شوه.

مایکل مککال زیاته کړه: «له هغه وخته چې د انخلا اعلان شوی، طالبانو سر له اوسه خپلو حملو او د نويو سیمو او پوځي مرکزونو قبضه کولو ته زور ورکړی دی.»

افغان حکومت وایي طالبان د جګړې د لارې کامیابېدی نشي او افغان حکومت سولې ته آماده دی
افغان حکومت وایي طالبان د جګړې د لارې کامیابېدی نشي او افغان حکومت سولې ته آماده دی

په واشنګټن کې ځیني سیاستمداران په دې وېره کې دي چې که طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شي، نو د ښځو حقونه به بیا پاماله شي او هغه کسان چې کلونه کلونه یې د امریکاییانو سره کار کړی دی، د هغو په ضد به هم طالبان انتقامي کاروایي وکړي.

مګر زلمي خلیلزاد پخپلو خبرو کې وویل چې طالبان به د ځینو دلایلو له امله په پوځي کامیابۍ ټینګار ونکړي بلکې د سیاسي جوړجاړي لاره به ونیسي، ځکه په دې به هغوی ته بین الاقوامي حیثیت پیدا شي او د ملګرو ملتونو او امریکا له تور لیست نه به هم ووځي.

بل اړخ ته کله چې د زلمي خلیلزاد نه د افغان امن پروسه کې د پاکستان د کردار او تګلارې په اړه وپوښتل شول، نو هغه وویل چې پاکستان یو ډېر اهم کردار ادا کول لري. د خلیلزاد په وینا، امریکا د پاکستان له مشرانو سره په نږدې رابطه کې ده چې هغوی باندې فشار راوړي څو د خپل کافي اثررسوخ په استعمالولو سره د تشدد کچه راټيټه او د یوې سیاسي روغې جوړې ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه: «زه پوهېږم چې دننه پاکستان کې چلېنجونه شته، خو زه باور لرم چې کابل ته د جنرال باجوه دا وروستی سفر ګټور و. هغو په ځینو ګامونو بحث وکړ چې دواړه اړخونه به یې اوچتوي. مونږ هم د برطانیې سره په ګډه کوشش کوو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تعلقات بهتره شي.»

خلیلزاد دا هم وویل چې د منځني ایشیا او جنوبي ایشیا ترمنځ د اقتصادي تعلقاتو وده او ترقي هم پاکستان او هم افغانستان ته مهمه ده، نو ځکه د دواړو ملکونو ګټه په دې کې ده چې د امن او استحکام دپاره سره ګډ کار وکړي.

زلمي خلیلزاد په دې اړه وویل: «زما په نظر، جنرال باجوه او د پاکستان وزیراعظم په دې پوهېږي چې مستقبل د دې اقتصادي مفاداتو سره تړلی دی. جنرال باجوه وویل، ملکونه ترقي نه کوي بلکې خطې ترقي کوي.»

دا هم د یادوني وړه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ډاډ ورکړی چې د طالبانو دامارت یا ډېکتاتورۍ بیا راتګ سیمه کې د هیڅ هیواد او په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه نه دی.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې د برطانوي پوځ مشر سره یو ځای کابل ته سفر کړی و او هلته یې افغان صدر اشرف غني سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG