د پاکستان صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف ویلي هر څو که هیواد دا مهال د سختو ستونزو سره مخ دی خو قام به خپلو کې په یو موټي کېدو له دې ټولو خنډونو تېریږي اؤ وطن به د سلامتۍ، ثبات اؤ پرمختیا لیکې ته سموي.
د پاکستان د (ملي) ورځې یا ۲۳م مارچ په اړه اسلام اباد کې د سلامۍ راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې صدر اصف علي زرداري ویلي پاکستان به په خپله خپلواکۍ هیڅ کله ساز باز یا جوړجاړی ونه کړي .
هغه ویلي د هیواد وسله وال ځواکونه د قام سره اوږده په اوږده هر رقم تیري ته د کوټلي ځواب ویلو لپاره هر وخت چمتو دي.
نن د خالي یا شنبې په ورځ پاکستان خپله ۸۴مه ملي ورځ چې د "یوم پاکستان" په نوم یادیږي په داسې حال کې نمانځي چې په دې هیواد کې یو لوري ته د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده اؤ بلې لوري ته پاکستان په سختو اقتصادي بحرانونو کې ښکیل دی .
سینیټ ته د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت لخوا د وړاندې کړل شوي رپورټ له مخې په تېرو دوؤ کالو کې د هیواد دننه د ترهګرۍ د ۱۵۶۰ پېښې رامنځته شوي اؤ په دې پېښو کې ۵۹۳ امنیتي عسکر اؤ ۲۶۳عام وګړي وژل شوي دي.
همدا شان څېړونکي وایي پاکستان باندې دومره درنې بهرنۍ قرضې بار شوي چې د ستنولو لپاره یې په سود نورو پیسو اخستو ته اړتیا لري.
صدر زرداري ویلي، د ترهګرو یا کومې بلې ډلې لخوا د پاکستان د بې ثباته کولو هیڅ یوه هڅه به نه زغمل کیږي.
د هغه وینا وه چې پاکستان نړیوال امن اؤ د نړۍ ټولو هیوادونو سره دوستانه اړیکو ته لېواله دی "موږ یو ذمه واره ایټمي قوت یو اؤ په سوله ییزه بقا باور لرو"
نوموړي ویلي، قام دې نه مایوسه کیږي، مونږ په معاشي توګه د پاکستان پیاوړي کولو اؤ پخپلو پېښو ودرولو ته کوټلی عزم لرو.
د یوم پاکستان په اړه خپل پیغام کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې هغه پاکستان ته د پېښو سختو ستونزو څخه خبر دی، وایي ګراني، بې روزګاري،ګردشي قرضې،مالیاتي تجارتي خساره سترې ستونزې دي.
شهباز شریف ویلي مونږ ته به د قام په توګه د غیر معمولي حالاتو مقابله کول اؤ ثابت قدمه پاتې کیدل وي.
نوموړی ویلي چې حکومت به یې پالیسو کې د اصلاحاتو له لارې پاکستان یو پیاوړه معیشت جوړوي اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې د ګرانۍ په موجوده بهیر به زر قابو وموندل شي.
اکستان دا وخت د ګرانۍ ، د روپۍ د ښکته غورځېدونکي قدر، زر مبادلې د کمي او د بهرنیو قرضونو د دروند بوج سره مخ دی او اقتصاد پوهان وايي دې هېواد سره د اي اېم اېف پرته بله لاره نشته.
ډاکټر ساجد امين، اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امین ډیوه ته وایي،دا وخت د پاکستان د زر مبادلې ذخيرې خوا شا اته نيم اربه ډالره دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ورته 24 اربه ډالره قرضې بېرته ستنول وي.
هغه وایي بېرته ستنوونکې قرضې د پاکستان د زر مبادلې د ذخېرې نه درې چنده زیاتې دي "او مونږ سره دومره پېسې نشته نو ځکه د پاکستان سره له آي اېم اېف پرته بله چاره نشته"
د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف وړاندې خپلې اقتصادي ډلې ته چې مشري یې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزیب کوي،وېلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې سره د يو بل اوږد مهاله قرض پروګرم ترلاسه کولو لپاره خبرې پېل کړي.
Forum