لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 صدر زېلېنسکي:  اوکراین سره د امریکې مرسته په نړیوال امنیت او جمهوریت کې سرمایه کاري ده


د کانګرس غونډې ته وېنا کې صدر زېلېنسکي وویل د روس خلاف د اوکراین هلې ځلې په د اینده نسلونو د ژوند تعین کوي. هغه وویل د ټولو مشکلاتو او د سختو حالاتو باوجود اوکراین به ماتې نه خوري
د کانګرس غونډې ته وېنا کې صدر زېلېنسکي وویل د روس خلاف د اوکراین هلې ځلې په د اینده نسلونو د ژوند تعین کوي. هغه وویل د ټولو مشکلاتو او د سختو حالاتو باوجود اوکراین به ماتې نه خوري

د اوکراین صدر ولادومېیر زېلېنسکي د امریکې د کانګرس مشترکه خصوصي غونډې ته وېنا کړې او د روس د یرغل ښکار شوي خپل ملک سره یې د امریکې مرسته په نړیوال امنیت او جهوریت کې سرمایه کاري بللې ده.

په واشنګټن کې د کانګرس د ایوان بالا یا سېنټ او د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا د ایوان نمایندګان مشترکه ناستې د شورو، چهارشنبې، په ماښام د تقریر نه وړاندې صدر زېلېنسکي په وایټ هاوس کې د امریکې جوبایډن سره ولیدل. وېل کېږي چې د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس دا د زېلنسکي خپل ملک نه بهر لومړی سفر و.

وایټ هاوس ته د زېلېسنکي د هرکلي په موقع صدر بایډن وویل امریکایان په "فخر" د اوکراین د ولس سره ولاړ دي.

صدر زېلېنسکي وویل د اوکراین ولس د زړه نه اوکراین سره د امریکې د مرستې ستاینه کوي.

د کانګرس غونډې ته وېنا کې صدر زېلېنسکي وویل د روس خلاف د اوکراین هلې ځلې په د اینده نسلونو د ژوند تعین کوي. هغه وویل د ټولو مشکلاتو او د سختو حالاتو باوجود اوکراین به ماتې نه خوري.

د کانګرس غونډې ته به انګریزۍ ژبه کې خپل تقریر کې زېلېنسکي د امریکې د مالي او پوځي مرستې ستاینه وکړه او ویې وېل "د ستاسو پېسې خېرات نه دی…دا په نړیوال امنیت او جمهوریت کې سرمایه کاري ده." هغه زیاته کړه چې د امریکې مرسته په انتهايي ذمه وارۍ استعمالوي.

زېلېنسکي ومنله چې روس د مزایلو، توپخانې او د ګوله بارود برتري لري خو اوکراین به هېڅ کله تسلیم نه شي.

وایټ هاوس ته د زېلېسنکي د هرکلي په موقع صدر بایډن وویل امریکایان په "فخر" د اوکراین د ولس سره ولاړ دي
وایټ هاوس ته د زېلېسنکي د هرکلي په موقع صدر بایډن وویل امریکایان په "فخر" د اوکراین د ولس سره ولاړ دي

د تقریر په اخیره کې زېلېنسکي کانګرس ته د خپل هېواد هغه بېرغ ورکړو چې د روس خلاف جنګ کې د اوکراین په یو مشرقي ښار پورته کړی شوی و په جواب کې ورته د هاوس سپيکرې نېنسي پېلوسی د امریکې هغه بېرغ ورکړو چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کانګرس په ودانۍ پورته کړی شوی و.

کانګرس ته د زېلېنسکي د تقریر نه وړاندې، په وایټ هاوس کې صدر بایډن د اوکراین صدر سره د ملاقات په موقع وویل چې د امریکې د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ غړي او په یورپ، جاپان او په نورو ځایونو کې د امریکې اتحادیان به په شریکه دا خبره یقیني کوي چې اوکراین د ضرورت بشري، مالي او پوځي امداد ولري.

صدر بایډن دې خبرې ته هم پام وکړو چې په اوکراین د روس صدر ولادیمیر پوتین د یرغل 300 ورځې وشوې چې د اوکراین په دې حق حمله ده چې د یو قام په حېث وجود ولري.

زېلېنسکي وویل د اوکراین ولس د زړه نه د امریکايي مرستې ستاینه کوي.

صدر زېلېنسکي صدر بایډن ته د کراس فار مېلېټېري مېرټ نومې هغه مېډل ورکړو چې د اوکراین د پوځ یو کپتان ورته ورکړی و. دغه کپتان اوکراین ته ورکړی شوي د امریکايي توپخانې د یوې دستې مشري کوي. هغه ویلي وو چې دغه مېډل دې د امریکې بهادر صدر ته ورکړی شي. صدر بایډن د مېډل ستاینه وکړه.

د ملاقات وروسته ډواړو صدرانو مشترکه خبري غونډې ته وېنا وکړه.

صدر بایډن وویل امریکا به اوکراین ته هغه مرستې ورکوي چې د خپلې دفاع او د جنګ په مېدان د بریا جوګه شي. هغه زیاته کړه چې تر څو اوکراین وجود لري امریکا به يې ترڅنګ ولاړه وي.

صدر بایډن وویل د یورپي اتحادیانو سره یې په سلګونو ګنټې وخت تېر کړی چې دوی قانع کړي چې د اوکراین مرسته جاري وساتي.

صدر بایډن وویل یورپي ملکونو په دې خبره په مکمله توګه پوهېږي خو دوی نه غواړي چې د روس سره جنګ شروع کړي او هم د دریم عالمي جنګ تکل کوي.

د صدر زېلېنسکي نه پوښتنه وشوه چې ایا داسې څه لاره شته چې جنګ ختم شي نو هغه وویل "صرف امن."

صدر زېلېنسکي وویل امن د اوکراین په خپلواکۍ، ازادۍ او علاقيي سلامتیا مفاهمت نه دی.

صدر زېلېنسکي واشنګټن ته سفر په داسې حال کې وکړو چې کانګرس اوکراین ته د 45 بېلین ډالرو مالیت په نور امداد غور کوي. که چېرې کانګرس دغه امداد منظور کړو نو اوکراین سره به د امریکې د مجموعي امداد مالیت 100 بېلین ډالرو ته ورسېږي.

امریکې ته د صدر زېلېنسکي د رسېدو سره سم د امریکې د دفاع وزارت اعلان وکړو چې اوکراین ته به د 1.85 ډالرو مالیت نور پوځي امداد ورکوي چې پکې د پېټرېیټ نومې هوايي دفاعي نظام هم شامل دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالې پېټسي وېدا کیسواره، د ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG