لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زېلېنسکي: د اوکراین په جنګ کې وقفه به د روس په ګټه وي


د اېسټونیا وزیراعظمه کاجا کلاس د زېلېنسکي هرکلی کوي
د اېسټونیا وزیراعظمه کاجا کلاس د زېلېنسکي هرکلی کوي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د زیارت، پنجشنبې، وویل د اوکراین خلاف د روس په جنګ کې وقفه به د روس په ګټه وي او د دمې په مهال به روس د ګوله بارودو ذخیره بیا برابر کړي او اوکراین ته به ماتی ورکړي.

د اېستونیا د دورې په مهال، زېلېنسکي وویل په اوکراین کې د جنګ په مېدان وقفه به د جنګ اختتام نه وي او نه به هم دا روس یا د بل ملک سره د خبرو لاره هواره کړي. هغه زیاته کړه چې دمه به فقط روس ته ګټه ورکړي.

د سیمه ایزو ملکونو د دورې په مهال په اېستونیا کې و. د دې وروسته به هغه لېتوېنیا او لېټویا ته هم سفر کوي.
زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اوکراین ځواکونو نړۍ ته وښودل چې د روس مخه نیول کېدی شي خو هېواد یې د مغربي ملکونو د هوايي دفاعي نظام ته ضرورت لري چې د روس د ډرون او مزایلو د زیاتېدونکو حملو مخه ونېسي.

زېلېنسکي دا خبره ومنله چې اوکراین ته د وسله ورکوونکو ملکونو وسله تونونه هم خالي دي او دا وخت د دنیا دفاع د یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ ده.

اېستونیا، لېوېنیا او لېټویا په هغو ملکونو کې شامل دي چې اوکراین سره کلک سیاسي، مالي او پوځي امداد کوي خو په بالټېک سیمه کې ځینې خلک دا تشویش هم لري روس په اینده کې دا ملکونه هم په هدف کولی شي.

دا درې واړه ملکونه جوزف سټالن په دویم جنګ عظیم کې نیولي او په روس کې شامل کړي وو خو په 1991 کې د پخواني شوري اتحاد د ماتېدو وروسته یې ازادي حاصله کړه. په 2004 کې دا ملکونه په نېټو کې شامل شول او دا ډول یې د امریکي او د امریکې د مغربي اتحادیانو پوځي تحفظ ترلاسه کړو.

د اېستونیا صدر الر کارېس په یو بیان کې وویل جمهوري ملکونو د اوکراین ډیر امداد کړی خو نورې مرستې ته هم ضرورت لري چې د هغه په قول اوکراین وګټي او حمله کوونکی ماتی وخوري.

په داسې حال کې چې د اوکراین او روس جنګ دوام لري، اوکراین سره د مغربي ملکونو پوځي امداد په رورو کم شوی دی. په امریکا کې اوکراین سره د نورې مرستې دپاره د صدر جوبایډن غوښتنه په کانګرس کې ځنډېلې ده. یورپ د تېر کال د مارچ په میاشت کې لوظ کړی وی چې په اینده 12 میاشتو کې به اوکراین ته د توپې یو مېلین ګولې ورکوي خو تر اوسه اوکراین ته 300000 د توپخانې ګولې ورکړی شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG