واشنګټن - د افغانستان د پخواني حکومت د تعلیم وزیر چې په کابل د طالبانو د واکمنېدو په مهال د هېواد نه وتلی و، د شورو/چهارشنبې، په ورځ کابل ته ستون شو.
د پخوانیو چارواکو د پخلاینې دپاره د طالبانو د مرکچي ډلې ترجمان احمدالله وثیق وویل وردک د ترکي نه افغانستان ته بېرته تللی دی.
کابل ته د غلام فاروق وردک بېرته تګ د طالبانو د هغو کوښښونو برخه ده چې وتلي افغان شخصیتونه هېواد ته ستانه کړي.
رویټرز وايي طالبانو غلام فاروق وردک ته د تحفظ ضمانتونه ورکړي دي.
که څه هم د واکمنېدو نه پس طالبانو د عامې بخښنې اعلان کړی خو ملګرو ملتونو او د انساني حقونو تنظیمونو ویلي طالبانو خپل ګڼ شمیر مخالفین او د سلګونو په شمېره کې د پخواني حکومت د امنیتي ادارو غړي وژلي دي. طالبان دا خبره ردوي.
رویټرز وايي اداره په ازاده توګه د نورو پخوانیو چارواکو د ستنېدو تصدیق نشي کولی. وردک کابل ته د رسېدو نه پس حکومتي مطبوعاتو سره خبرو کې وویل د څو کسانو نه علاونه زیاتره پخواني چارواکي هېواد ته ستنېدل غواړي.
Following the efforts of Contact Commission with Afghan Personalities, Farooq Wardak, Minister of Education and Parliamentary Affairs of former government, returned to country. pic.twitter.com/axYsNFhmMh
— افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون (@CCAfghanP) June 8, 2022
فاروق وردک څوک دی؟
فاروق وردک د پخوانیو صدرانو حامد کرزی او د اشرف غني په حکومتونو کې د کابېنې وزیر و. هغه د ۲۰۰۲ او بیا ۲۰۰۴ کلونو په لویو جرګو کې چې د افغانستان د تېر نظام او آئین بنیاد په کې کېښودل شوی و، لوی کردار درلود.
که څه هم ښاغلی وردک وروسته د سیاست په برخه کې پرمختګونه درلودل، مګر د ښاغلي وردک د سیاسي فعالیتونو په لړ کې، هغه باندې د کرپشن/فساد تورونه هم لګول شوي دي. د افغانستان د بیارغونې دپاره د امریکا څارونکې دفتر (سیګار) په خپل یو رپوټ کې ویلي و چې تعلیم وزارت سره مرستې شوو پېسو کې غبن شوی او د داسې سکولونو/مکتبونو په اړه رپوټونه ورکړل شول چې هېڅ موجود نه و مګر په نوم یې بجټ اخېستل کېده، او دا بیا د خیالي مکتبونو په نوم مشهوره شول.
دغه وخت کې د تعلیم وزیر فاروق وردک و، خو دا قضیه په رسمي ډول ونه څېړل شوه.
همدا راز د مخدره موادو او جرمونو په ضد د ملګرو ملتونو ادارې (یو اېن او ډي سي) هم وروسته د تعلیم وزارت د افغانستان په هغو څلورو ادارو کې شامل بللی و چې هلته کې ډېر زیات کرپشن شوی و. فاروق وردک دا رپوټونه رد کړل او هغه وخت ویلي و چې دغسې نړېوالې ادارې پخپله پراخ کرپشن کې لاس لري.
په هغو پخوانیو چارواکو کې چې په دې وروستیو کې کابل ته ستانه شوي، د دفاع وزارت یو پخوانی ویاند (ر) جنرل دولت وزیري او د بجلۍ دپاره د افغانستان د سرکاري ادارې (برېښنا شرکت) پخوانی مشر امان الله غالب هم شامل دي.
جنرال دولت وزیري د پخواني صدر حفیظ الله امین په حکومت کې د داخله وزارت یو چارواکی پاته شوی و، وروسته یې په نورو نظامونو کې هم دنده درلوده او په تېر جمهوریت کې د دفاع وزارت د ترجمانې تر عهدې هم ورسېد.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د فعالیت په لړ کې د تېر حکومت د پوځ ویاند دولت وزیري هېواد ته راستون شو. pic.twitter.com/L6daWzNTXw
— افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمیسیون (@CCAfghanP) June 5, 2022
د طالبانو وعدې:
د پخوانیو چارواکو افغانستان ته د بېرته راوستلو دپاره د خبرو په لړ کې طالبانو څو هفتې وړاندې نهه کسیزه ډله جوړه کړې ده چې پکې د طالبانو د استخباراتو او پوځي چارواکي شامل دي.
طالبانو همدا راز وعده څرګنده کړې چې پخوانیو چارواکو ته عفوه، تحفظ او د روزګار بندوبست د دې ډلې ذمه واري ده.
د پخواني صدر اشرف غني په شمول د هغه د حکومت ګڼ شمېر لوړ رتبه مامورین په کابل د طالبانو د واکمنېدو په مهال د افغانستان ته وتلي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړېوالو تنظیمونو فکرمندي ښودلې چې طالبانو د معافۍ اعلانولو با وجود هم د پخواني حکومت ځیني کسان – په خصوص پوځیان، امنیتي او استخباراتي کارکنان – ځورولي، وژلي، او یا بندیان کړي دي.
خو طالبان وايي دغه ډول د رسمي اجازت نه بغیر شوي او چا چې د عمومې عفوې سرغړونه کړې ده په ضد یې ګامونه اخیستل شوي دي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی اوس هم په کابل کې دی، مګر د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه طالبانو هغه ته د ملک نه بهر سفر کولو اجازت ندی ورکړی.
د دې رپوټ زیاتره برخه د رائټرز خبري ادارې نه اخېستل شوی ده.