داټومي وسلو په اړه دالبرادي په بيان دپاکستان سخت عکس العمل

پاکستان داټومي انرجۍ دنړيوالې ادارې ايي اى اي اى دمشر محمد البرادي هغه بيان په کلکه رد کړى دى چې پکې دپاکستان داټومې پنګو دورانکارو لاسونو ته دورتلو انديښنه څرګنده کړے شوې وه.
نن دشورو په ورځ مطبوعاتو ته داوونيز احوال تيرولو په محال دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت وياند محمد صادق وويل دايي اى اي اى دمشر په توګه محمد البرادي بايد دهر بيان ورکولو په وخت داحتياط څخه کار واخلي.
هغۀ وويل دپاکستان په اټومي پروګرام به دداسې رقم بيانونو سره کومه بده اغيزه ونۀ شي.
وياند زياته کړه داټومي وسلو په هکله چاري دايي اى اي اى دواک په دائره کې نه راځي ځکه نو البرادي ته پکار دي چې هغه دخپل چوکاټ دننه اووسيږي.
محمد صادق زياته کړه دملګرو ملتونو ددغه ادارې مقصد دعمل ناکه اټومي مقصدونو لپاره داتومي انرجۍ په هکله معاملې فيصله کول دي.
دبهرنيو چارو وياند وويل دپاکستان اټومي پنګې دهر اړخه خوندي دي اؤ په دې اړه د ايي اى اي اى مشر ته څو کرته احوال هم تير کړل شوى دى.
هغۀ وويل پاکستان يو مسؤل اټومي قوت دى او ددې هيواد داتومي پنګو د غير خونديتوب په اړه تورونه جواز نۀ لري دهغه وينا وه دامريکا ، برطانيې اؤ هند په ګډون يو شمير هيوادونو دپاکستان داتومي پنګو دخونديتوب په اړه بيانونه ورکړي دي.