جمهوررئيس بوش : امريکا دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې دپاکستان د کردار اؤ ولولې ستائينه کوي

دامريکا جمهوررئيس جارج واکر بش ويلي دي امريکا دترهه ګرۍ په ضد جنګ کې دپاکستان د کردار اؤ ولولې ستائينه کوي.
په مصر کې دپاکستان دصدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره له ليدنې وروسته يو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال جمهوررئيس بوش وويل دخوراکي موادو دبحران څخه دژغورنې دپاره به امريکا څومره چې شونې وې دپاکستان سره همکاري کوي.
بوش وويل امريکا دپاکستان داقتصادي ستونزو څخه خبر ده اؤ په دې اړه به دپاکستان سره مرستې کوي جمهوررئيس وويل دپاکستان صدراعظم سره يې په ليدنه کې په مختلفو چارو ګټورې خبرې کړي دي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وويل پاکستان دترهه ګرۍ په ضد روان جنګ کې د خپلې مشرې بې نظير بوټو دوژل کيدو په شمول ګڼې قربانۍ ورکړي.
ښاغلي ګيلاني وويل پاکستان دترهه ګرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دجنګ دپاره اوچت مورال لري ولې چې دا يوه نړيواله ستونزه ده.
نوموړي زياته کړه په پاکستان کې دديموکراتيک دولت درامينځته کيدو مقصد په نظام کې بدلون راوستل دي.