نریندر مودي: له افغانستان سره د کرکټ لوبه کول، د زیات فخر خبره ده

د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړنۍ ټېست لوبې یوه ورځ مخکې، د هند وزیراعظم، نریندر مودي، ویلي دا چې افغانستان د خپلې لومړنۍ ټېست لوبې دپاره، دا غوره کړه چې له هند سره به لوبیږي، "دا د زیات فخر او ډیرې خوشحالۍ" خبره ده.

مودي نن شورو ـ چارشنبې یو بیان خپور کړ او په هغه کې یې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لومړنۍ ټیست لوبې ورځ، "یوه تاریخي ورځ" بللې ده. د هند وزیراعظم پخپل بیان کې، د افغانستان لوبډله او په کم وخت کې د دې لوبډلې ډیرې لاسته راوړنې یې، ستایلي دي.

ښاغلي مودي دا هم ویلي چې هند ویاړي په دې لاره کې یې افغانستان سره اوږه په اوږه لاره وهلې ده، او "دا د هند لپاره د فخر خبره ده چې په گریټر نویډا او دیرادون کې یې د افغان ملي لوبډلې کوربه توب کړی دی."

یاده دې وي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، په شارجه او هند کې ځانته ځانگړې شوي د کرکټ میدانونه لري. د هند په دیرادون کې د راجیف گاندي سټیډیم هم د افغانانو په واک کې دی او هماغلته افغان ټیم د بنگله دېش د لوبډلې کوربه و او درې ځل یې پرله پسې بنگله دېش ته ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس د هند په بنگلور ښار کې ده او ټاکل شوې ده چې سبا د جون له ١۴مې نه بیا د جون تر ١٨مې نیټې پورې، په ایم چینا سوامي نومي سټیډیم کې د هند له ټیم سره ټیست میچونه ترسره کړي.

دهندوستان دکرکټ د ملي لوبډلې موقتي مشر یا کپتان اجینکي رهاني ویلي چې د افغانستان سره په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې به دافغانستان لوبډله اسانه نه اخلي ځکه چې دغه لوبډله کې ډیر تکړه باؤلران شته.

د هند وزیراعظم ویلي چې هغه دواړو لوبډلو ته نیکې هیلې لري او ډاډه دی چې دا لوبې به د هند او افغانستان ترمنځ تاریخي ملگرتیا لاپیاوړې کړي.