قاهره:دصدارتي محل نه بهر ټينکونه اودرول شوي

دصدر محمد مرسي دپلويانواو مخالفينو ترمينځ ددوؤ ورځو راهسې نښتو کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او 350 نور ژوبل شوي دي.

دمصر پايتخت قاهره کې دصدر محمد مرسي دپلويانو او مخالفينو ترمينځ دنښتو وروستو پوځ دصدارتي محل څخه بهر ټينکونه او بکتر بند گاډي پځايې کړي دي.
پوځ دزيارت په ورځ دصدارتي محل څخه بهر لږ ترلږه پينځه ټينکونه او دوه بکتر بند گاډي ځايې پځايې کړي دي.
دپوځ ددغه گام وروستو دقاهرې سړکونه پرامنه شوي دي.
دصدر محمد مرسي دپلويانواو مخالفينو ترمينځ ددوؤ ورځو راهسې نښتو کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او 350 نور ژوبل شوي دي.
کله چې دصدارتي محل مخې ته دصدر مرسي پلويانو دحزب اختلاف له لوري د احتجاج کوونکو کسانو دخورولو هڅه وکړه نو په دغه مهال دواړو خواؤ په يو بل کاڼي او دپيټرولو بمونه وورول.
دحزب اختلاف مشر دتشدد مسؤل اخوان المسلمين گرځوي.