یوه ورځ پس له هغه چې په میانمار کې پولیسو او امنیتي ځواکونو په احتجاج کوونکو باندې مخامخ ډزې وکړې او ورباندې یې اوښکې بهوونکی ګېس او ربړي ګولۍ استعمال کړې او دوه احتجاج کوونکي یې ووژل، د اتوار/یکشنبې په ورځ زرګونو کسانو بیا هم لارو کوڅو کې مظاهره وکړه.
همدا ډول اټکل کیږي چې د تشدد او د انټرنېټي بندیزونو باوجود، د ګل/دوشنبې په ورځ هم په میانمار کې د پوځي واکمنانو او د هغوی د کودېتا په ضد لا پراخې مظاهرې وشي.
د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انتونیو ګوتېرېش په میانمار کې مرګونی تشدد غندلی دی او په ټویټر یې لیکلي دي: «د پرامنه احتجاج کوونکو په ضد د مرګ آوره قوې کارول، اېرول او ځورول د قبول وړ ندي.»
I condemn the use of deadly violence in Myanmar.The use of lethal force, intimidation & harassment against peaceful demonstrators is unacceptable.Everyone has a right to peaceful assembly. I call on all parties to respect election results and return to civilian rule.
— António Guterres (@antonioguterres) February 21, 2021
د اتوار/یکشنبې په ورځ د جېن زي په نوم یوې ډلې او د سېول نافرمانۍ تحریک له اړخه د عمومي هړتال غږ شوی دی. هغو ویلي چې د فرورۍ په دوه ویشتمه دې خلک د یو پسرلي انقلاب دپاره لارو کوڅو ته راووځي. هغوی دا نېټه چې په اعدادو (۲۲/۲/۲۰۲۱) لیکل کیږي، د فایف ټو/پنځه دانې دوه په نوم یاده کړې، یعنې په کې ۵ ځله د ۲ عدد تکراریږي.
دې ته ورته، په میانمار کې یو بل ځل هم مظاهرې شوې وې چې ورته یې فور اېټ/څلور دانې اته ویل ځکه د هغو مظاهرو نېټه په شمېره کې (۸/۸/۱۹۸۸) وه.
داسې کېدل چې د ګل/دوشنبې په سهار به میانمار کې انټرنېټ بند شي، او د امریکې سفارت هم خلکو ته دا خبرداری ورکړ چې د انټرنېټ پوره بندېدو ته دې آماده اوسي.
Reports received that internet and mobile data may not be available from 1:00 am to 12:00 pm tomorrow in Yangon.
— American Citizen Services - Burma (Myanmar) (@ACSRangoon) February 21, 2021
رائټرز خبري ادارې وویل، د اتوار/یکشنبې په ورځ فېسبوک د میانمار د پوځ اصلي فېسبوک پاڼه بنده کړه، او دلیل یې دا و چې تشدد ته لمن وهل، د فېسبوک د تګلارې خلاف دي. د فېسبوک کمپنۍ په بیان کې ویل شوي چې د میانمار د پوځ فېسبوک پاڼه د دې دپاره وتړل شوه چې د تشدد پارولو خلاف تګلاره یې څو ځله ماته کړې وه.
د شنبې/خالي په ورځ میانمار کې د مظاهرو په وخت تشدد پېښ شو چې د بیړنیو مرستو د یو رضاکار تنظیم په وینا، په کې شل تنان زخمیان شول. یوې اېکټوېسټې ډلې هم ویلي چې د شنبې په ورځ ۵۶۹ کسان ګرفتاره شوي دي.
د امریکا د خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، په دې رپوټونو باندې چې د میانمار امنیتي قواوو په احتجاج کوونکو ډزې کړي او ځیني یې ګرفتاره کړي او ځورولي، «امریکا ډېر فکرمند دی».
برطانیي هم ویلي چې د هغو کسانو خلاف چې د احتجاج کوونکو په ضد یې تشدد کړی، د تازه ګامونو سوچ کوي. د فرانس خارجه وزارت هم په میانمار کې تشدد، د نه منلو وړ بللی دی.