لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په میانمار کې احتجاجونه دوام لري او د سوچي د قېد موده غځول شوې


د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل اېنتونیو ګوټېرس ویلي په مینانمار کې سیاسي بندیزونه او دسیاسي و مدني مشرانو نیول کېدل د اندېښنې خبره ده
د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل اېنتونیو ګوټېرس ویلي په مینانمار کې سیاسي بندیزونه او دسیاسي و مدني مشرانو نیول کېدل د اندېښنې خبره ده

په میانمار کې دوې اونۍ وړاندي د پوځي کودتا سره سم سیاسي مشره آنګ سان سوچي، د وارد شوو مخابرو د ساتلو په تور په سر ښار کې په خپل حکومتي کور کې زنداني کړل شوې وه. د هغې د بند موده د دوشنبې یا ګل په ورځ ختمېده خو د مدافع وکیل یې وایي عدالت دغه موده تر راتلونکې چهارشنبې پوري غځولې ده.

نن هم د میانمار په بېلا بېلو برخو کې احتجاج کونکي راغونډ شوي وو او د هېواد په زیاترو ښارونو کې پوځي عسکر او موټران د امنیت ساتني لپاره پر ځای کړل شوي وو. چارواکو د شپې له مهاله د انټرنیټ نظام هم ځنډولی و.

د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل اېنتونیو ګوټېرس ویلي په مینانمار کې سیاسي بندیزونه او دسیاسي و مدني مشرانو نیول کېدل د اندېښنې خبره ده. د یکشنبې په ورځ د نوموړي ویاند په یوه بیان کې وویل ، سېکرټري جنرل د میانمار په وضع ډېر اندېښمن دۍ چې پکې د طاقت د استعمال زیاتېده او په ویل شوي ډول د لا نورو پوځي ګاډیو په لویو ښارونو کې پر ځای کول شامل دي.

ښاغلي ګوټېرس د میانمار په پوځ او پولیسو ږغ وکړ چې د سوله اېزو اجتماګانو د ولسي حق دي پوره احترام وکړي او په مظاهره چیانو دي حملې نه کول یقیني کړي. هغه ویلي د امنیتي ځواکونو لخوا د تشدد جاري ساتلو او ځورونو لړۍ د قبلولو وړ نه ده.

په عین وخت کې د میانمار لپاره د امریکا، کېنېډا او د اروپایي ټولني د دوولس هېوادونو سفیرانو په یو ګډ بیان کې د پوځ له اړخه د مواصلاتو نظام خرابولو غندنه کړې ده او د هغه هېواد له ولس سره یې د خپل ملاتړ اعلان کړی دۍ.

بیان کې ویل شوي “نړۍ یې ګوري” او په امنیتي ځواکونو یې ږغ کړی چې په مظاهره چیانو او ملکي کسانو دي له تشدد څخه ډډه وکړي څوک چې د یوه قانوني حکومت د را پړزولو په خلاف احتجاجونه کوي.

تېره شپه ناوخته د یادو هېوادونو سفیرانو ویلي چې دوی د سیاسي مشرانو، مدني فعالانو او سرکاري ملازمانو د نیوني او د خبریالانو د ځوروني غندنه کوي.

پرون په شمالي کاچن ایالت کې د برېښنا له یوه مرکز سره امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزي وکړې، په ویډیوګانو کې ښکاري چې ځواکونه د احتجاج کوونکو د تیت وپرک کولو لپاره ډزي کوي خو دا نشوه مالومه چې دا ګولۍ اصلي وې او که د ربړ وې.

د پوځ یوه مشر مین آنګ هلینګ چا چې د کودتا مشري کوله، تېره اونۍ په خپله ټیلیویژني وینا کې ویلي وو چې د رښتیني او منظمه ډیموکراسي لپاره به نوي ټاکني کوي خو دا یې نه دي ویلي چې دا انتخابا به کله وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG