د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي او همدا شان په سوشل مېډیا باندې ګڼ شمېر فعالانو د وزیراعظم عمران خان په هغې خبرې کلکې نیوکې کړي چې د اتوار/یکشنبې په ورځ یې او آی سي (د اسلامي همکاریو تنظیم) په ناسته کې د افغانستان په اړه وکړې.
عمران خان په خپله وینا کې له امریکا او نړېوالې ورورولۍ نه وغوښتل چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو (د جینکو تعلیم) په برخه کې دې د افغانستان کلتور ته پام وکړي. هغه دا دعوه وکړه چې ګني په کلیوالو پښتنو سیمو کې څوک حاضر ندي چې خپلې جینکۍ سکولونو ته ولېږي، او د هغه په باور، دا یوه ثقافتي مسئله ده.
عمران خان وویل چې طالبان "ّپه بنیادي توګه او اکثریت" پښتانه دي. او بیا یې د پاکستان او افغانستان د پښتنو سیمو مثالونه داسې ورکړل چې، "د ښارونو او کلیو ثقافت یو د بل سره توپیر لري. د کابل ثقافت د کلیوالي سیمو د ثقافت نه بېل دی، او همدا راز د پېښور ثقافت د هغو سیمو نه بېل دی چې د افغانستان سرحد ته نږدې پرتې دي."
د وزیراعظم عمران خان دې خبرې ته پراخ غبرګونونه راڅرګند شوي دي.
د افغانستان پخوانی صدر حامد کرزی چې په کابل کې دی، یو بیان جاري کړ او د پاکستان د وزیراعظم دا وینا یې افغانانو ته "توهین" او "د افغانانو ترمنځ د تفرقه بازۍ هڅه" وبلله.
د ښاغلي کرزي په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت دې "د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي".
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان @OIC_OCI په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلی عمران خان @PakPMO څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي، همدارنگه دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له…
— Hamid Karzai (@KarzaiH) December 19, 2021
ښاغلي کرزي دا هم ویلي چې پاکستان دې په نړېوالو ناستو کې "د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي."
په برطانیه کې یوه افغانه پښتنه سیاسي کارکنه، پیمانه اسد وایي چې عمران خان کوشش کوي د افغانستان ثقافت داسې وښایي چې ګني د جینکو د تعلیم ضد دی.
پیمانه اسد پخپل ټویټر لیکلي: "د پاکستان وزیراعظم عمران خان په او آی سي کې دا خبرې چې (ګني) «د جینکو د تعلیم نه انکار، افغان ثقافت دی»، د طالبانو له اړخه د جینکو په تعلیم باندې د پابندۍ جائز ګرځول دي. په اسلام کې، زمونږ دین هم جینکو او هم هلکانو ته تعلیم غواړي. عمران خان یو غیراسلامي عمل جائز ګرځول غواړي."
PM of Pakistan @ImranKhanPTI made remarks at #OICInPakistan: “denying girls education is Afghan culture”. Legitimising Talibans ban on girls education.In Islam our religion demands both girls & boys are educated. #ImranKhan is legitimising an un-Islamic act. #TalibanKhan
— Peymana Assad 🏔 (@Peymasad) December 19, 2021
د افغانستان د پخواني حکومت یوې چارواکې حسنا جلیل ویلي: "د یوې افغانې په حیث، زه هېڅ نه پوهېږم چې عمران خان د کومو افغاني روایاتو (رواجونو) خبره کوي؟ بهتره دا ده مخکې تر دې چې هغه د افغانستان په اړه وغږیږي، اول دې ځان ورباندې وپوهوي. هغه یوازې ځان شرموي."
As an Afghan, I have no idea which Afghan traditions @ImranKhanPTI is talking about. He better educate himself on Afghanistan before he speaks about it. He is just embarrassing himself. https://t.co/N7QFnYG6oB
— Hosna Jalil (@hosnajalil) December 19, 2021
د امریکا د نبراسکا پوهنتون د افغانستان د مطالعاتو څانګې مشر شېرجان احمدزي ویلي چې عمران خان پخپلو خپرو، خپل نیکونه هم سپک کړي دي. شېرجان احمدزي پخپل ټویټر لیکلي: "د او آی سي په غونډه کې د پاکستاني وزیراعظم عمران خان دا خبرې چې جینکۍ تعلیم ته نه پرېښودل د افغان ثقافت برخه ده، هم افغانستان ته انتهایي بې عزتي ده او هم د هغه (عمران خان) نیکونو ته چې پخپله افغانان و."
Pakistani Prime Minister Imran Khan%27s comments at OIC that not letting girls%27 education is part of Afghan culture is the utmost disrespect to Afghanistan and his own forefathers who were Afghans.
— Sher Jan Ahmadzai (@sherahmadzai) December 19, 2021
افغانې خبریالې ملالۍ بشیر بیا د هغو نارینه و یادونه کړې چې پښتنو سیمو کې یې د جینکو د تعلیم دپاره جد و جهد کړی دی. ملالۍ بشير یوه ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلي: "دغه نارینه اتحادیان، د افغانستان د کلیوالي جنوبي سیمو څخه دي چې تر ټولو وړاندې د جینکو د تعلیم په ملاتړ راووتل. هغوی اوس هم خپل اهم جاري ساتي. عمران خان دې دا ويډیوګانې وګوري."
By the way these male allies are Pashtun men from rural Southern Afghanistan who were the first to come out in support of girls’ right to education. They still continue their campaign. Imran Khan might want to see these videos. https://t.co/jpg9rHbanJ pic.twitter.com/GMZ5FSt59a
— Malali Bashir (@MalaliBashir) December 19, 2021
پښتون سیاستوال او څېړونکی افراسیاب خټک هم په عمران خان کلک تنقید کړی او لیکلي یې دي: "او آی سي کې د عمران خان وینا، د ډیورنډ لاین دواړو غاړو ته مسلط شوی د افغان/پښتون ضد طالبانایزېشن استعماري فطرت – د تعلیم یافته او تحصیلکرده خلکو قتلېدل او د جینکو په تعلیم پابندي - نور هم بربنډه کوي."
یاده دې وي چې د افغانستان د سیاسي حالاتو او حتی د ټولنیزو او قامي مسایلو په اړه د عمران خان څرګندونې، مخکې هم غبرګونونه راپارولي و. د بي بي سي یو خبریال حفیظ الله معروف پخپل ټویټر د عمران خان پخوانیو جنجالي خبرو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي:
عمران خان"حقاني"د پښتنو قبیله بللې وه.نن یې اسلامي هېوادونو ته ویلي افغانستان کې زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل کلتوري مسله ده. د پاکستان له پيدايښت لا وړاندې افغانستان داسې لوستې مېرمنې لرلې چې نړۍ سره سیالانې وې.زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل ښايي د یوې ډلې فکر وي،نه کلتوري برخه
— Hafizullah Maroof (@HafizMaroof1) December 19, 2021
طالبانو تر اوسه د عمران خان څرګندونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
د آی او سي په غیرمعمولي ناسته کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ اسلام آباد کې جوړه شوې وه، د افغانستان د استازي رسمي څوکۍ تشه وه، او د افغانستان ملي بېرغ (تور، سور، زرغون) ورته کېښودل شوی و. د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي هم په ناسته کې موجود و، خو د افغانستان د نماینده د تشې څوکۍ نه لېرې ورته ځای ځانګړی شوی و چې مخ ته یې صرف د امیر خان متقي نوم لیکلی و.