د پي ډي اېم لویو ډلو ترمنځ اختلافات – آیا پي ډي اېم په ماتېدو دی؟

د مخالفو ګوندونو ایتلاف - پاکستان ډیموکریټک مومنټ - د لویو غړو ډلو مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند ترمنځ د استعفاگانو پر معامله د اختلاف ورستو، اوس په سینیټ کې د مخالفو ګوندونو د مشر پر څوکۍ هم اختلاف رامنځ ته شوی دی.

د سینیټ د چیرمین په ټاکنو کې د پي ډي ایم ګډ کاندید، د ‌‌پیپلز ګوند مشر، یوسف رضا ګیلانې د چیرمین څوکې بیللو ورستو پیپلز ګوند په سینیټ کې د لوی مخالف ګوند په توګه د مخالفو ګوندونو د مشر څوکې تر لاسه کولو هیله مند دی.

خو د مسلم لیګ ن ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز له مولانا فضل الرحمن سره د لیدنې وروسته، د ګډې خبري غونډې سره وینا کې وویل: «سینیټ کې د مخالفو ګوندونو مشري به د مسلم لیګ نواز وي. په دې اړه اصولي پرېکړه شوې، او د چا د ګټې او بیللو ورستو د بدلون څه ګنجایش نشته.»

دوی دا هم ویلي چې مسلم لیګ ن او جمعیت علمای اسلام لوی ګوندونه دي او د حکومت پر ضد د غورځنګ دپاره چا ته اړتیا نلري، خو ښه به دا وي چې ټوله ګوندونه د اولس د هیلو ترمخه، متحد شي.

بل پلو ته د پیپلز ګوند یو مشر راجا پروېز اشرف ویلي، «پیپلز ګوند په سینیټ کې په یوویشتو (۲۱) چوکیو سره دویمه لویه ډله ده. د جمهوري روایاتو ترمخه د مخالفو ګوندونو د مشر چوکۍ په کار ده پیپلز ګوند ته ورکړل شي.»

د پیپلز ګوند یو بل مشر قمر زمان کائره هم وایي: «یوسف رضا ګیلانې تر ټولو مشر دی، په کار دی د مخالفو ګوندونو مشر وټاکل شي.»

د پاکستان ډېموکرېټیک موومنټ – پي ډي اېم – د لویو غړو، پیپلز ګوند او مسلم لیګ ن ترمنځ پټ اختلافات هغه وخت په ښکاره مخې ته راغلل کله چې د تېرې نهې/سې شنبې په ورځ د پي ډي اېم په غونډه کې پیپلز ګوند د اسمبلیو څخه د استعفا ورکولو څخه په داسې حال کې انکار کړی و چې مسلم لیګ نواز ډلې ویلي و، د ګوند مشر نواز شریف به هېواد ته نه راځي. استعفاوو ته د پیپلز ګوند قانع کولو او څه د منځ لار موندلو دپاره د دواړو ګوندونو له مشرانو سره د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن رابطې روانې دي.

دوې ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمن ویلي و چې د پي ډي اېم د ماتولو دپاره سازشونه روان دي.

بل پلو ته واکمن تحریک انصاف ګوند د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوندونو ترمنځ اختلافات، د پي ډي اېم ماتېدل ګرځولی دی. وفاقي وزیر شبلي فراز وایي، مولانا فضل الرحمن د داسې ائتلاف مشري کوي چې اوس پاته ندی. هغه زیاته کړې چې د مریم نواز سیاست په ضد ولاړ دی، دوی د خپل سیاست څخه خپلې ډلې ته زیان رسولی دی.

د مخالفو ګوندونو ائتلاف – پي ډي اېم – د روانې میاشتې په شپږویشتمه (۲۶) نېټه د حکومت پر ضد د لانګ مارچ اعلان کړی و چې د پیپلز ګوند له اړخه له اسمبلیو څخه د استعفاوو له ورکولو څخه د انکار له سببه ځنډول شوی دی.

پیپلز ګوند که څه هم ویلي چې د استعفاوو معامله خپلې سنټرل اېکزيکټیو کمیټې ته وړي چې غونډه یې د اپریل په څلورمه نېټه رابلل شوې ده، خو د څېړونکو وینا ده چې د پیپلز ګوند به په داسې حال کې استعفاوو، په ځانګړي توګه د سېند حکومت د لاسه ورکولو ته کله هم تیار نشي چې د دوی ترمخه د استعفاوو وروسته، پي ډي اېم هېڅ واضحه تګلاره نه لري.