قریشي: افغان طالبان که وسعت نظر پیدا کړي، ځان ته به کار آسانه کړي

فایل - د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له یو مشر ملا عبدالغني برادر سره اسلام آباد کې

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلې کې د ګډون دپاره امریکا ته راغلی دی، د ګل/دوشنبې په ورځ یې د بهرنیو اړیکو په کاونسل کې امریکا سره د پاکستان په تعلقاتو، افغانستان کې د طالبانو د حکومت او د هغو د رویې، او همدا راز خطه کې د موجوده او آینده چلېنجونو په اړه خبرې وکړې.

قریشي پخپلې وینا کې کوشش وکړ چې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو نه پس د پاکستان او امریکې ترمنځ د تعلقاتو پیاوړي کېدو باندې ټینګار وکړي. هغه وویل چې د واشنګټن او اسلام آباد تعلقات تر دې وړاندې د لنډې مودې امنیتي ګټو او یا له مشترکو چلېنجونو سره د مقابلې د ضرورت پر اساس جوړېدل، خو اوس پاکستان غواړي دا رسم بدل کړي. قریشي زیاته کړه: "اوس چې په افغانستان کې د امریکا مېشن ختم شوی، غواړو خپل تعلقات د امریکې سره، د ترهګرۍ ضد جګړې او افغانستان د مسایلو نه ورهاخوا، ټینګ کړو."

د شاه محمود قریشي وینا وه چې پاکستان اوس هم امریکې ته د یو اهم شریک په سترګه ګوري، او کولی شي چې د امریکا سره د ترقۍ او فایننس همکارۍ د لارې کار وکړي چې د افغانستان پاکستان سرحد په اوږدو کې اقتصادي فعالیتونه پیدا کړي.

د قریشي په وینا، "د اقتصاد له پلوه یو پیاوړی پاکستان، د خطې د استحکام دپاره چې د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې نه یې نقصان لیدلی، یو ښه لنګر جوړیدی شي."

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه، دا به د افغانانو سره مرسته وکړي چې خپل جنګ ځپلی هېواد بېرته ورغوي.

هغه دا هم وویل چې که افغانستان له نړۍ علیحده او یوازې پاته شي، او استحکام پکې نه وي، هلته به د ترهګرو ډلو د ودې دپاره ښه ځای جوړ شي.

کله چې د طالبانو د رویې په اړه د قریشي نه وپوښتل شول، نو هغه وویل: "کولی شم دا هیله ولرم او دعا وکړم چې طالبان دومره هوښیار وي چې پوه شي څه شی د دوی په ګټه دی. زما په نظر، د دوی ګټه په دې کې ده چې وسعت نظر پیدا کړي، بین الاقوامي نظریات او معیارونو ته احترام وکړي، او که داسې وکړي، نو ځان ته به کار آسانه کړي."

طالبانو په افغانستان کې ډیری زنانه کارکوونکې اوس په کورونو کښېنولي، زنانه سکولونه یې تړلي، او په اعلان شوي حکومت کې یې هم ښځې نشته او ټول یې خپل کسان ټاکلي دي.

د پاکستان خارجه وزیر وویل، ملک یې هم د افغانستان د موقت حکومت د ترکیب په اړه په ځینو برخو کې د نړېوالې برادرۍ غوندې فکرمندۍ لري. خو زیاته یې کړه: "نړېوالې برادرۍ ته په کار ده چې طالبان د خپلو وعدو عملي کولو ته اړباسي، دا چې هرڅوک غواړي له افغانستانه ووځي، هغو ته خوندي لاره ورکړي، همدا راز د ترهګرۍ خلاف مبارزې، د ښځو د حقونو، او سیاسي ټولشمولۍ په اړه وعدې یې. په محتاطو رابطو او د طالبانو په قایل کولو به مونږ وکړی شو چې هغوی په سمه لاره برابر کړو."

د قریشي په وینا، د افغانستان په برخه کې پاکستان باید ملامت ونه ګرځول شي، اوس په کار ده چې آينده ته وکتل شي. پاکستان باندې دا تورونه دي چې وخت ناوخت یې د افغان طالبانو امداد کړی او د هغو جنګیالیو او مشرانو ته یې پاکستان کې پناه ځایونه ورکړي دي.

بل پلو قریشي دا هم وویل چې په افغانستان کې تر ټولو اهم لومړیتوب دا دی چې اوس دستي افغانستان کې د بشري بحران مخه ونیول شي.

شاه محمود قریشي پخپلو خبرو کې د کشمیر لانجې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې هند او پاکستان ته په کار ده چې د یو بل په ضد جګړې کولو په ځای، په ګډه د غریبۍ په ضد مبارزه وکړي او پاکستان ګني د کشمیر لانجې د هوارولو دپاره د پر امنه طریقې لټولو ته ژمن دی.