په تیره یوه اونۍ کې د افغانستان په ننگرهار، او د پاکستان په سيند او پښتونخوا صوبو کې نزدې 85 کسان وژل شوي چې ټول پښتانه وو، څیړونکي وايي د دوه لسیزو نه زیاته موده وشوه چې د وژنو دا لړۍ نه ودریږي.
په شام کې په کرد ځواکونو د ترکي په حملو د ملگرو ملتونو، امریکا، ناټو او د عرب ليگ نړیوالو مشرانو ناخوښي ښکاره کړې خو د اسلامي هیوادونو تر منځه په شخړو کې تل بې طرفه پاتې شوي پاکستان په دې مسله کې غیر معمولي طرفداري کړېده.
د صدر ډانلډ ټرمپ دافغان طالبانو سره د سولې د خبرو ختمولو اعلان ختمي دی او که خبرې به بیرته روانې شي؟ په دې موضوع گڼ شمیر څیړونکي د خبرو بیا شورو اټکلونه کوي خو ورسره ورسره صدر ټرمپ ته په طالبانو د فشار سوا کولو او ورباندې د حملو کولو مشورې هم ورکوي.
سپین روبي سیاست وال او د پېښور هاي کورټ بار ایسوسي ایشن صدر لطيف افریدي د پښتون ملتپاله عوامي نیشنل گوند نه د ویستلو ورسته کومه پښېماني نه ده ښودلې
د پښتونخوا ملي گوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي دي په پاکستان کې ډېر اړی گړی روان دی، د اولس نه عزت تروړل کیږي، گراني سِوا شوې او روزگار نشته ده،
تیره ورځ، د اگست په 30 مه نیټه، په سوات کې پېغله هنرمنده ثناء خپل ورور په چړو وهلو وژلې، دا په تیرو لسو کلنو کې نهمه ښځينه هنر منده شوه چې یا خو د کوم نزدې خپلوان یا د خپل ميئن د لاسه وژلې کیږي. په سوات کې پولیس وايي دثناء ورور دهغې له وژنې وروسته تېښتېدلی
د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په واک کې د راتلو وړاندې غټه نعره " تبديلي" یعني بدلون وو. وس د حکومت د یو کال په پوره کیدلو ښاغلی خان اولس ته د بدلون د نعرې سره سره د ښې ورځې په امید د زغم تلقين کوي او د "ریاستِ مدینه" خوب ويني.
په پاکستان کې نزدې سلو سیاستدانانو، وکیلانو، دانشورانو، خبریالانو او د بشري حقونو کارکونکو په یو لیک کې اپيل کړی دی چې ټولنه دې د امریتي طاقتونو او ریاستي ادرارو د زورگیرونو په ضد یو موټی شي.
اتیا کلن سپین ږیری پښتون سیاست مدار غلام احمد بلور د پښتنو په قامي سیاست کې د دوامداره زیار او همت یو علامت گڼل کیږي.
د بشري حقونو د خوندي ساتونکو او ماهرانو خیال دی چې په پاکستان کې په ښځو د جسماني، جنسي او زهني تششدد علتونه ډیر دي
په 1973 کې د مارچ په 23 مه نیټه د پنډۍ په لیاقت باغ کې د سیاسي گوندونو متحده جمهوري محاذ په اولسي جلسه نیم پوځي حکومتي ځواک فیډرل سیکورټي فورس ناتاره ډزې وکړې او تر دولسو پورې کسان پکې ووژل شول او سلگونو نور ژوبل شول.
نور کتل