لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور هايکورټ جج د ای پي اېس د بريد د پلټنو د کمېشن مشر ټاکل شوی


پېښور هايکورټ په ارمي پبلک سکول باندې د ترهګر بريد د پلټنو دپاره د جسټس محمد ابراهيم خان په مشرۍ کمېشن جوړ کړی دی.

د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د روان کال اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال د څو وژل شوؤ ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.

د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د روانې میاشتې په پينځمه نېټه نوموړي په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی ؤ.

پېښور هايکورټ جسټس محمد ابراهيم د کمېشن مشر ټاکلی دی. سترې محکمې په شپږو اوونيو کې د پلټنو رپوټ غوښتی دی.

د عدالت لخوا د کمېشن جوړولو په امر د وژل شوؤ ماشومانو ميندو او پلارانو ویلي څلور کاله وروسته د دوی غوښتنه واورېدل شوه.

خو دوی وايي که بيا هم دوی د کمېشن څخه مطمئن نه شو نو دغه کېس به ملګرو ملتونو ته يوسي.

د ۲۰۱۴م کال د دسمبر په ۱۶م نېټه پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد شوی چې پکې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول ماشومان وو.

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

په سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندو پلرونو د پېښې سمدست وروسته غوښتنه کړې وه چې د عدالتي کمېشن د لارې دې د يادې پېښې پلټنې وشي او زمه وار دې يې ښکاره کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG