لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رياستي ادارو پېښور هايکورټ ته ويلي احسان الله احسان به ډېر زر بيا ونيسي، فضل خان اېډوکېټ وايي


پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې ترټولو لوي عدالت، پېښور هاي کورټ د پوځ د ولقې نه د غیرقانونه 'جماعت الحرار ' ډلې پخواني ویاند احسان الله احسان تښتېدو مقدمه د مشر حکومتي وکیل عدالت ته ددې باور ورکولو وروستو ختمه کړې چې احسان الله احسان ته ورنزدې شوي او ډېر زر به يې بيا ونيسي.

پاکستاني پوځ د ٢٠١٧ د اپرېل په میاشت کې دا خبره منلې وه چې احسان الله احسان د ملک امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی دی او د دوی په ولقه کې دی. خو د روان کال جنورۍ په میاشت کې هغه په یو ویډیو کې ویلي وو چې د پوځ د قید نه تښتېدلی.

د خیبرپښتونخوا سرښار پېښور په آرمي پبلک سکول باندې د کال ۲۰۱۴ دسمبر په میاشت کې شوې ترهګر حمله کې د وژل شوو طالب علمانو مور پلاران احسان الله احسان ددغه حملې لپاره ذمه وار بلي. د پېښور آرمي پبلک سکول ترهګر حملې دوه ورځې وروسته احسان الله احسان میډیا ته ویلي وو چې دغه حمله کې لاس نه لري.

احسان الله احسان په هغه وخت کې د غیرقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان نه جدا شوې ډلې جماعت الاحرار ویاند وو. د پاکستان پوځ د پېښور آرمي پبلک سکول باندې شوې ترهګر حملې لپاره تحریک طالبان پاکستان ذمه وار بلي. د پوځ پخواني وياند جنرال اصف غفور د احسان الله احسان د تسليم کېدو په وخت ويلي وو چې نوموړی د جماعت الاحرار مشر او د ټي ټي پي پخوانی وياند دی.

د پېښور آرمي پبلک سکول په حمله کې د وژل شوي یو ماشوم پلارفضل خان ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته ویلي ډپټي اټارني جنرل او ریاستي ادارو د عدالت په وړاندې منلي چې احسان الله احسان ددوي نه تښتېدلی او هغه کسان چې د احسان الله احسان ساتنه يې زمه واري وه او هغه ترې تښتېدلی دغو کسانو ته يې سخته سزا ورکړې ده.

د تحریک طالبان ویاند د نيولو وروسته فضل خان د کال 2017م د مې په مياشت کې پېښور هايکورټ ته درخواست کړی ؤ چې احسان الله احسان ته سزا ورکړي‌. نوموړي یره لرله چې هسې نه احسان الله احسان ته ریاست معافي ورکړي او خوشی يې کړي.

فضل خان ایډو کیټ ډیوه ته ویلي د طالبانو ویاند دوه نیم کاله د پوځ په قید کې ساتل شوی وو او ډېرو خلکو د هغه دقید ساتلو په طریقه ټکونه هم کړي ؤ چې ګنې هغه د شاهي مېلمه په توګه ساتل کيږي.

فضل خان ایډو کیټ ویلي د دغه مقدمې نوعيت اوس بدل شوی او دوی د راتلونکې دپاره خپله مشوره کوي چې ايا اوس سپريم کورټ ته لاړ شي يا بيا د پېښور هايکورټ ته بل درخواست وکړي.

د روان کال فرورۍ په شپږمه نېټه په سوشل میډیا خپور شوي یو پېغام کې احسان الله احسان د تښتېدو د دعوې سره دا ګواښ هم کړی ؤ چې ډیر زر به د پاکستاني پوځ او د هېواد د استخباراتي ادارو د منصوبو نه پرده لرې کړي.

هغه ويلي ؤ سږ کال د جنورۍ په ١١ نېټه د پاکستان د ولکې نه په وتلو کې بریالی شوی دی.

له دغې ويډيو مخې ته راتلو نزدې دوه اوونۍ وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير اعجاز شاه د احسان الله احسان د تښتېدو د خبر پخلی کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG