لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند وایي د 1962 له جګړې وروسته یې چین سره په لداخ کې وضعیت زیات تاوجن شوی


دهند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر په ختیځ لداخ کې د هند اؤ چین ترمنځ د روان تاؤ تریخوالي په یادؤلو سره ویلي موجوده وضیعیت په 1962 کې د شوې جګړې را په دې خوا تر ټولو زیات تاوجن یا سنګین دی.

هندي ورځپاڼې ریډیف ډاټ کام سره مرکه کې هغه ویلي د 45 کلونو وروسته په وړومبي ځل په پوله دهند اؤ چین دپوځیانو ترمنځ نښتو کې وژنې رامنځته شوي دي .

هغه وایي هند چین ته ویلي چې دپولې په سیمه کې امن اؤ ثبات د دواړو ګاونډي هیوادونو د اړیکو اساس دی.

دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سفارتي اؤ پوځي کچه خبرې اترې شوې دي خو بیا هم په ختیز لداخ کې د تیرو درې نیمو میاشتو راهسې د دواړو هیوادونو پوځونه یو بل ته برند ولاړ دي.

ایس جی شنکر ویلي په تیرو وختونو کې چې کله هم داسې وضعیت پیدا شوی نو هغه د سفارتکارۍ یا ډپلوماسۍ دلارې هوار کړل شوی دی.

په ختیز لداخ کې دمئ دمیاشتې راهسې دهند اؤ چین ترمنځ تاؤتریخوالی لیدل کیږي اؤ په ۱۵م جون ګلوان سیمه کې د دواړو هیوادونو دپوځونو ترمنځ نښته هم شوې وه چې مطبوعاتو پکې د ۲۰ؤ هندي عسکرو د وژل کیدو راپورونه ورکړي وؤ.

دهندي ورځپاڼې چوتهي دنیا یا څلورمې نړۍ مدیر سنتوش بهارتیه وي او ای ته ویلي که چرې دهند وزیراعظم نریندر مودي اؤ دچین صدر شي جن پنک یو وارې خپلو کې په ټيلي فون خبرې وکړي نو دا تاؤ تریخوالی ختمیدای شي.

هغه ویلي دا خبره یې دپوهې نه بالا ده چې ولې د دواړو ملکونو مشران نیغ په نیغه خپلو کې تماس نه نیسي خو وایي کیدی شي په دې کې نړیوال وضعیت خنډ جوړ شوی وي.

تر دې وړاندې د هند دفاعي ځواکونو مشر جنرل بپن راوټ هندي ورځپاڼې هندوستان ټائمز ته ویلي وؤ چې که چرې په خبرو اترو دا ستونزه نه هواریږي نو نظامي یا دپوځي کارروایۍ لاره یې شتون لري

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG