لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خاقان عباسي: سپریم کورټ دې په ډاګه کړي پاکستان ولې بروډشيټ ته اووه اربه روپۍ ورکړي


اسلام اباد ـــ د اثاثو په لټون کارکوونکي برتانوي فرم براډ شيټ مشر کاوې موسوي د وزير اعظم عمران خان د احتساب لپاره سلاکار شهزاد اکبر هغه بيان ته سخت عکس العمل ښیي چې ګنې بروډ شيټ بغير د څه کولو پاکستان نه لوى رقم واخیست او وړيا خواږه خوري.

په يوه مرکه کې موسوي د پاکستان حکومت ته د برتانيې د ثالثۍ کونسل هغه پرېکړه جاري کولو چېلنج ورکړی د کوم تر مخه چې کونسل بروډشيټ ته د خدماتو په بدل کې د پاکستان حکومت ته د اربونو روپیو ورکولو حکم کړی وو.

د پاکستان بل يو شخصي ټیلیویژن سره په مرکه کې د بروډ شيټ مشر د وزير اعظم سلاکار شهزاد اکبر باندې په دې معامله د ګمراه کولو تورونه لګولي دي.

کاروې موسوي وايي شهزاد اکبر دروغ ويلي چې ما بروډشيټ اخیسته نو دا کمپني ديواليه کېدو ته نيزدې وه او د موسوي په خبره هغه د ډېر وخت راهىیسې د بروډشيټ سره مالي مرستې کولې چې دا فعاله شي.

په 2000م کال د پوځي آمر پروېز مشرف په واکمنۍ کې د احتساب ادارې په بهرنيو هيوادونو کې د پاکستانيانو د اثاثو د لټون لپاره له بروډشيټ سره لوظنامه کړې وه.

تېره اوونۍ کاروې موسوي ويلي وو، دوی ته د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کې د پاکستان پخواني وزير اعظم نواز شرېف د کورنۍ د اثاثو په هکله ثبوتونه تر لاسه شوي وو او موسوي دا دعوه هم کوي چې په 2012م کال کې انجم ډار نومي تن دوی ته د شريف کورنۍ د اثاثو لټون نه کولو په بدل کې د رشوت وړانديز کړی وو خو د نواز شریف زوی حسن نواز د موسوي دعوه رد کړې او د انجم ډار نه یې لاعلمي ښودلې.

وزير اعظم عمران خان د بروډ شيټ د مشر بيان د پانامه سکېنډل نه پس په بهرنيو هيوادونو کې د پاکستان د طاقتوره اشرافيه د غير قانوني اثاثو لرلو دويم لوى ثبوت بولي.

وزير اعظم دا د خپلې هغې بيانيې پخلى ګڼي چې وایي پاکستاني واکمنانو ملکي خزانه لوټلې او بهر یې جایدادونه اخیىستي دي.

د دې په پرتله مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند د بروډشيټ څرګندونې د پاکستان د حکومت او احتساب ادارې په ضد فرد جرم ګڼلی. د زيارت- پنجشنبې په ورځ په کراچۍ کې له مېډيا سره په خبرو کې د ګوند بل پخواني وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د سپريم کورټ نه ددغو څرګندونو په سر د ازخود اورېدنې غوښتنه کړې ده.

خاقان عباسي غوښتي د پاکستان حکومت دې د برتانوي عدالت فيصله جاري کړي چې په ډاګه شي پاکستان ولې بروډشيټ ته اووه اربه روپۍ ورکړي او د دې په بدل کې پاکستان ته څه تر لاسه شوي دي.

د مسلم ليګ نواز ګوند د وياندې مريم اورنګزيب له خوا په شهزاد اکبر باندې د بروډ شيټ نه د کميشن اخیستو تور پورې کړی، دې ته په عکس العمل کې د وزيراعظم د احتساب سلاکار شهزاد اکبر د مريم اورنګزيب په ضد عدالت ته د تلو اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG