لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:افغانستان کې دسولې ښه فرصت باید دلاسه ورنکړل شي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي په ټولو خواؤ غږ کړی چې افغانستان کې دسولې رامنځته شوی یو ښه فرصت باید دلاسه ورنکړي اؤ په پراخه سینه دسولې پروسه پرمخ یوسي.

ملتان کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي قریشي ویلي پاکستان بین الافغاني مذاکراتو خبرو اترو کې خپل رول ادا کړی دی اؤ اوس یې هم ترسره کوي ځکه چې دافغان شخړې یوازینی هواری پاکستان ته په سیاسي خبرو کې ښکاریږي.

په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ د تیرو څو میاشتو راهسې دسولې بین الافغاني خبرې یو ځل بیا داختلافونو له امله پځائ ودریدلي اؤ‌ نړیوال مطبوعات وایي په دې بین الافغاني مذاکراتو کې هیڅ رقم پرمختګ پکې نه دی شوی.

خو شاه محمود قریشي وایي چې دا خبرې پیل کول دومره اسان کار نه ؤ ځکه چې دواړه خواوې دیو بل سره لاس اؤ ګریوان وې ،په منځ کې یې باور نه ؤ دکلونو راهسې جګړه دوامداره وه په داسې حال کې دافغان خواؤ خپل منځي خبرو ته ناسته پخپله یو پرمختګ دی اؤ اوس په دې خبرو کې پړاؤ په پړاؤ پرمختګ هم کیږي.

تر دې دمخه دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره ټیلي فوني خبرو اترو کې هغه ته باور ورکړی ؤ چې پاکستان افغانستان کې د امن ټنګښت دپاره امریکا سره په ګډه کار کولو ته ژمن دی.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې ویلي امریکا د طالبانو سره تیرکال دفرورۍ په میاشت کې خپل ترسره شوي دسولې تړون ته یو وارې بیا کتنه کوي ترڅو معلومه کړي چې طالبانو پخپلو ژمنو څومره عمل کړی؟

دنړیوالې میډیا رپورټونه ښایي چې دبین الافغاني خبرو په جریان کې دجګړو اؤ بریدونو لړۍ نوره هم چټک شوې ده.

اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظرلرونکی خبریال طاهر خان وایي هرڅو که امریکا اؤ ټوله نړۍ افغان سوله کې دپاکستان کردار مني خو اوس ټوله نړۍ افغانانو ته هم ګوري چې هغوئ څه غواړي؟

وي او ای ډیوه سره خبرو کې تیره ورځ طاهر خان ویلي وؤ‌ دامریکا نوې انتظامیه که دسولې په تړون دنظرثانۍ خبره کوي نو ترڅنګ یې دا خبره هم کوي چې افغانان باید پخپله دافغانستان د راتلونکي په اړوند پرېکړې وکړي"

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ د میاشتې د تړون له مخې، باید د ۲۰۲۱ کال تر مئ میاشتې پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به یې طالبان دالقاعده اؤ نورو ترهګرو ډلو څخه ځان جلا کوي اؤ هم به چاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو پرضد دترهګرۍ دمقصدونو دپاره وکاروي.

خو په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو او ډپلوماټانو ویلي، د طالبانو په ځانګړې ټوګه د حقاني شبکې او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نزدې پاتې دي.

ډپلوماټانو اندېښنې څرګندې کړي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو سره په ځانګړې توګه د طالبانو لخوا هغه باور او ډاډ زیانمنوي چې د سولې د بریالیو خبرو لپاره اړین وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG