لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر بایډن: له 24 تر 36 ګنټو پر کابل هوایي ډګر د بل برید زیات امکان دی


واشنګټن ـــ د امریکې ولسمشر جوبایډن وایي په کابل کې مځکني حالات ډېر خطرناک دي او وایي اوس هم پر کابل هوایي ډګر د ترهګرۍ د برید زیات خطر شته، خو وایي پر داعش ډلې پرونی برید یې وروستی نه وو.

له سپینې ماڼۍ د خپاره شوي خبر له مخې ښاغلي بایډن د شنبې- خالي په ورځ په واشنګټن کې د خپل ملي امنیت له ټیم او د پوځ له کمانډرانو سره پر داعش د برید په اړه خبرې کړې او وایي کمانډرانو یې ورته ویلي چې ډېر ژر د یو بل برید امکان هم شته:

"زما کمانډرانو راته وویل په راتلونکو له 24 تر 36 ګنټو پورې د یو بل برید زیات امکان دی، ما دوی ته امر وکړ چې هر ممکن ګام واخلئ او د پوځ ژغورنې ته لومړیتوب ورکړئ".

د صدر بایډن له دې وینا سره سم په کابل کې د امریکې سفارت د افغانستان پر وخت د اتوار- یکشنبې په سهار امریکایي وګړو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د ځانګړي او باوري ګواښ له کبله دې د کابل هوایي میدان ته له ورتګه ډډه وکړي. سفارت پخپل بیړني خبر کې لیکلي:

"امریکایي وګړي دې د جنوبي دروازې، د داخله چارو د وزارت د نوې ودانۍ او پنجشېر پټرول سټېشن په ګډون کابل هوایي ډګر ته نیژدې سیمه سمدستي پرېږدي".

د اګست پر شپږویشتمه پر کابل هوایي ډګر دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو 13 امریکایي پوځیان او شاوخوا 170 افغانان و وژل او د امریکایي پوځیانو په ګډون یې سلګونه کسان ټپیان کړل، چې ذمه واري یې داعش خراسان ډلې ومنله.

د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ پرون وویل چې په ننګرهار کې یې د داعش دوه مهم مشران له منځني ختیځه په ډرون برید و وژل، خو وایي‌ په دې برید کې عامو خلکو ته زیان نه دی اوښتی. خپله داعش خراسان ډلې تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر بایډن خپلو کمانډرانو ته باور ورکړی چې په کابل کې د خپلو سړیو او ښځو د ژغورنې لپاره بشپړ واک، وسایل او پلان لري:

"دا برید وروستی نه وو. موږ به د هر هغه تن په نخښه کولو ته دوام ورکړو چې په هغه وحشیانه برید کې یې لاس درلود او حساب به ورسره وکړو، کله چې هم څوک امریکا ته زیان رسوي او زموږ پر پوځیان برید کوي موږ به جواب ورکوو، په دې کې باید شک نه وي".

د پېنټاګان ویاند جان کربي د شنبې- خالي په ورځ رسنیو ته دا ونه ویل چې د داعش پر مرکز په برید سره یې دا ډله څومره اغېزمنه کړې ده خو وایي "دوی یو پلانوونکی او سهولتکار وبایله او یو پکې زخمي شوی دی او حقیقت دا دی چې هغه دوه تنه اوس د مځکې پر سر نه ګرځي، دا ښه خبره ده".

طالبانو په ننګرهار کې د داعش پر کسانو د امریکا ډرون برید غندلی دی. رایټرز خبري ایجنسۍ د دې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې لیکلي "دا پر افغان خاوره ښکاره برید دی"، خو مجاهد پر ټویټر لیکلي چې رایټرز خبري ایجنسۍ یې مرکه بدله کړې ده، مګر سپیناوی یې نه دی کړی چې د ده کومه خبره یې بدله کړې ده.

سپینه ماڼۍ وایي په تېرو څلرویشت ګنټو کې یې نور 6,800 کسان له کابله را ایستلي چې وایي له دې سره د اګست له څورلسمې د ټولو را ایستل شویو کسانو شمېر 111,900 تنو ته ورسېد چې زیات افغانان دي.

ولسمشر بایډن وایي له خپلو د ملي امنیت له سلاکارانو او پوځي کمانډرانو سره یې پر دې تیاریو هم بحث وکړ، چې د خپلو پوځونو تر را ایستلو وروسته هم د پاته خلکو په را ایستلو کې مرسته وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG