لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د ټي ټي پي سره خبرې ناکامه کيږي افغان طالبان به يې پرضد پوځي عمليات کوي، رپورټ


پاکستاني چارواکو ویلي، په افغانستان کې واکمن طالبانو ورته باور ورکړی که د پاکستان د حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان او نورو ډلې خبرې ناکامه کيږي، طالبان به د دغو ډلو پرضد پوځي عمليات کوي.

د پاکستان د انګرېزۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په وېبپاڼه خپور شوي رپورټ کې ويل شوي چې د افغانستان دپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان ويلي، دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې يې ده په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات کولی شي.

نوموړي د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت د خبرو تاييد او تردید نه دی کړی خو ویلي يې دي، د طالبانو حکومت کله هم نه دي ویلي چې ټي ټي پي ته به تحفظ ورکړي او تل يې باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به يوې ډلې ته هم کارېدو ته نه پرېږدي.

نوموړي د 21 اکتوبر د پاکستان د بهرنيو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي د کابل د سفر حواله ورکړې چې طالبانو ورته د ټي ټي پي او پاکستان مخالفه نورو ډلو پرضد مثبت ځواب ويلی وو. د قرېشي سره د کابل په دغه سفر کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حمید او لوړ پوړی پلاوی هم مل وو.

هغه ویلي، د طالبانو حکومت ورته باور ورکړی چې د دغه ډلو پرضد به پوځي عمليات کوي.

منصور احمد خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني په مينځګړيتوب د پاکستان حکومت د طالبانو سره خبرې کوي او په دغه لړ کې د ټي ټي پي د مشرانو سره په کابل او خوست کې درې ځله ليدنې هم شوي دي.

تيره میاشت وزيراعظم عمران خان هم د طالبانو سره د خبرو کولو ويلي وو خو ټي ټي پي بيا دغه خبرونه رد کړي وو.

د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

څيړونکي او مطبوعاتي راپورونه وايي د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت خبرې کېدل به اسان نه وي ځکه چې وړاندې هم معاهدې شوي او اوس هم ځينې داسې غوښتنې مخې ته راځي چې منل به يې دواړو فريقېنو ته اسان نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG