لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: په نړيواله کچه د خام تيلو د قيمتونو سېوا کېدو اغېزې به په پاکستان هم کيږي


په نړيوال مارکيټ کې د خام تيلو بيعې نورې هم لوړې شوي او د خام تيلو د يو بېرل بيعه د 92 ډالرو نه سېوا شوې ده، اقتصاد پوهان وايي، د خام تيلو د بيعو زياتېدو سره به په پاکستان کې هم د تيلو قيمتونه سېوا شي، او نوره ګراني به ورسره جوړه شي.

د پاکستان د خزانې وزير شوکت ترين ويلي، تيره میاشت د تیلو د زياتو بيعو بوج حکومت برداشت کړی خو دې ځل له به قيمتونه ولس به برداشت کوي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي په نړيوال مارکيټ کې د خام تيلو د ګرانۍ څه علتونه دي، چې پکې يو د روس او يوکرېن ترمنځ شخړه ده د کوم له امله چې يورپي هېوادونو ته د تيلو سبلايي کمه شوې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، بله دا چې په نړيواله کچه د ګېس کمی دی او د هغې له امله د تیلو طلب يا غوښتنه زياته شوې ده، ورسره د کرونا وبا وروسته نړیوالې منډۍ هم پرانستل شوي او په نړیواله کچه د سپلايۍ ستونزه هم جوړه ده.

د سجاد احمد په وېنا د دې اثرات به په پاکستان هم وي، ځکه چې د روانې میاشتې فرورۍ په لومړو کې حکومت د تیلو بيعې نه دي سېوا کړي، که څه هم د شپږو نه تر اووه روپو پورې تېل ګران شوي وو، خو حکومت د تيلو ماليه لږه راکمه کړې وه او د تيلو د زياتو بيو بوج يې په ولس نه وو اچولی.

هغه وویل دې ځل له امکان دی چې په ملک کې د شپږو نه تر 15 روپو پورې يو ليټر تېل ګران کړی شي، او د هغې اثر به په هر څيز وي.

د خزانې وزیر شوکت ترين د جيو ټي وي سره په خبرو کې ويلي، که په نړیوال مارکيټ کې تيل ګرانيږي نو حکومت نه شي کولی شي چې په مصنوعي طريقه دا بيعې کمې وساتي او دا به ولس ته منتقل کولی شي.

نوموړي ويلي، حکومت نه شي کولی چې په مصنوعي طريقه د پټرولو او ډيزلو بيعې ټيټي وساتي، او که په قيمتونو کې سېوا والی کولی شي نو ولس ته به منتقل کولی شي.

په پاکستان کې دا وخت د پټرولو يو ليټر په 148 روپۍ او ډيزل په 145 روپۍ ليټر خرڅيږي.

د خام تيلو د برامدي يا بهر لېږونکو هېوادونو د نړيوال تنظيم اوپېک د وېب پاڼې ترمخه د روان کال د جنورۍ په 14 نېټه په نړیوال مارکيټ کې د خام تيلو د يو بېرل بيعه 83.69 ډالره وه، او نن د فرورۍ په 11 په نړیوال مارکيټ کې د خام تيلود يو بېرل قيمت 92.48 ډالره دی.

په پاکستان کې د شمېرنې ادارې په خپل اوونيز رپورټ کې ويي، په ملک کې مجموعي ګراني 13 فيصده ته رسېدلې ده او بنیادي علت یې د توانایۍ زياتې بيعې ښودل شوي دي.

بل لور ته نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف ويلي، په پاکستان کې به روان کال ګراني سېوا کيږي او په راتلونکي کال کې به ګراني راکمه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG