لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سراج الدین حقاني: امریکا اوس دښمنه نه ګڼو، ښې اړیکې ورسره غواړو


واشنګټن ـــــ امریکې کلونه وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني پر سر لس میلینه ډالر اعلان کړي خو حقاني وایي، امریکا چې اوس له افغانستانه وتلې ده دوی ورته اوس د دښمن په نظر نه ګوري. حقاني له سي این این سره په تازه مرکه کې ویلي خلک به ژر د نجونو د سکولونو د پرانیستل کېدو زېری واوري.

په افغانستان کې د طالبانو له دویم ځل واکمنېدو وروسته د حقاني ډلې اوسني مشر او د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني رسنیو ته تر را ښکاره کېدو څو میاشتې وروسته سي این این ته پخپله لومړۍ مرکه کې ویلي چې امریکا نوره د طالبانو دښمنه نه ده.

حقاني وویل په تېره شل کلنه دوره کې دوی له امریکې او نورو بهرنیو هېوادونو سره د "دفاعي جګړې" په حال کې وو، خو د دوحې تر تړون وروسته دوی د هغوی په وړاندې د جګړې د ختمولو پرېکړه وکړه:

"موږ غواړو په راتلونکي کې د هغو اصولو او تګلارو پر بنیاد- چې په نوره نړۍ کې دي- له امریکې او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولرو او د هغو تدابیرو په بنیاد موږ ژمنه کړې ده او اوس د دښمن په سترګه ورته نه ګورو".

سراج الدین حقاني په داسې وخت کې له سي این این سره دا مرکه کړې چې لا هم د امریکې په تور نوملړ کې شامل دی او پر سر یې د لس میلینه ډالرو انعام لا هم پر ځای پاته دی.

سراج الدین حقاني سي این این ته وویل د دوی په حکومت کې هیڅوک د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، وایي ډېر ژر به خلک د نجونو د سکولونو د پرانیستل کېدو په اړه زېری واوري:

"اوس هم تر شپږم ټولګي پورې نجونه سکولونو ته ځي او تر هغه پورته هم پر تګلاره باندې کار روان دی. زموږ مشران او کابینه د نجونو د تعلیم مخالف نه دي، د تعلیم وزارت په هغه اعلامیه کې هم دا ویل شوي وو چې تر بل اعلان پورې به دا سکولونه بند وي، هغه ځکه چې په تیاریو کې څه کمی وو او پر هغه کار روان دی".

طالبانو له تېرو اتو میاشتو راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي چې په افغانستان کې دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

له سراج الدین حقاني څخه د سي این این خبریالې پوښتنه وکړه چې که دی لوڼې لري آیا اجازه ورکوي چې تر شپږم ټولګي پورته تعلیم وکړي، هغه په خندا ورته وایي چې تعلیم د ښځو او نارینه وو لپاره د خدای نعمت دی او دوی د تعلیم هیڅکله مخالف نه دي بلکې حکومت یې غواړي چې نجونو ته له افغان کلتور او اسلامي اصولو سره سم د تعلیم کولو بندوبست وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیالې او د افغانستان د څانګې څېړونکې هیدر بار پر ټویټر له سي‌ این این سره د سراج الدین حقاني‌ مرکې ته په غبرګون کې لیکلي‌:

"طالبانو تر اوسه پورې خپلې دومره ژمنې ماتې کړې چې په ځانګړې‌‌ توګه د نجونو د تعلیم په برخه کې یې ډاډ ورکول هم څه معنا نه لري."

د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر رچرډ بینیټ په لس ورځني‌ سفر افغانستان ته تللی او په کابل کې یې د طالبانو له چارواکو سره یې لیدنې پیل کړې دي. رچرډ پرون د نجونو د سکولونو د پرانیستل کېدو په ترڅ کې د طالبانو د تعلیم له وزیر سره هم لیدلي دي.

د طالبانو د باختر خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د طالبانو سرپرست وزیر له ښاغلي‌ رچرډ بینټ څخه غوښتي چې د پوهنتونونو کلاسونو یا ټولګیو ته ورشي او د دوی تر واک لاندې د تعلیم بهیر له نیژدې وګوري.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو دغه ځانګړی رپورټر به په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه هراړخیزه څېړنه او پلټنه کوي او بیا به د دې کال په اخر کې د ملګرو ملتونو عالي‌ کمیشنرۍ او عمومي‌ اسمبلۍ ته د خپلو لیدنو او ارزونو په بنیاد خپل تفصیلي رپوټ وړاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG