لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټکساس کې په ښونځي ډزو کې ۱۴ ماشومان او یو ښونکی وژل شوي دي


واشنګټن - د امریکا په ټکساس ایالت کې د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو لومړني ښونځي باندې یو ۱۸ کلن هلک ډزې کړي، ۱۴ زده کونکي او یو ښونکی پکې وژل شوي دي.

د ټکساس ګورنر ګرېګ ایباټ ویلي، د سیمې یو اوسېدونکي په راب نومي لومړني ښونځي باندې چې له سن انټونیو څخه ۸۵ میله جنوب کې پروت دی ډزې کړي.

دا د ټکساس په تاریخ کې په ښونځي ډزو کې تر ټولو مرګونې پېښه ده. تر دې مخکې د ټکساس د هیوسټن په یو هایي سکول باندې ډزو کې لس تنه وژل شوي وو.

خپله برید کونکی هم وژل شوی دی او داسې باور دی چې د پولیسو په ډزو کې به وژل شوی وي.

د ټکساس ګورنر دا هم ویلي، چې په دغې پېښه کې دوه پولیس هم ژوبل شوي خو تمه ده چې ژوندي به پاتې شي.

دمګړی معلومه نه ده چې د وژل شویو ترڅنګ په کوم شمېر نور کسان ژوبل شوي دي.

په راب لومړني ښونځي کې له ۶۰۰ لږ زده کونکي وو چې په دوهم، دریم او څلورم ټولګیو کې یې زده کړې کولې.

چارواکو دا نه دي ویلي، چې مرګ ژوبله په کوم ټولګي کې شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG