لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې له روس څخه ژر تر ژره ووځي


واشنګټن - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ اندېښنه څرګنده کړې چې هغه امریکایان چې له روس سره دوه ګونی تابعیت لري ښايي د ماسکو لخوا د اوکراین پرضد جګړه کې مرستې کولو ته مجبوره کړای شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، "روس ښايي د خلکو دوه ګونی تابعیت په پام کې ونه نیسي، د امریکا کونسلي مرستو ته یې پرې نږدي، له روس څخه یې د وتلو مخه ونیسي او پوځي خدمت ته یې مجبوره کړي."

په بیان کې ویل شوي، امریکايي اتباع باید روس ته سفر و نه کړي او هر هغه امریکايي چې دا مهال هلته وي باید ژر تر ژره ووځي، په داسې حال کې چې سوداګریزې الوتنې محدودې شوې دي."

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په اوسنیو حالاتو کې له روس څخه پروازونه ډېر محدود دي ‌او حتی کله په لنډ خبر سره موجود هم نه وي خو ځمکنۍ لارې موټرو او بسونو ته لا هم پرانېستي دي."

په بیان کې وړاندې راغلي، هغه امریکایان چې دا مهال په روس کې په سفر دي ‌او یا هلته اوسېږي او اوس غواړي ووځي "باید ژر ژر په خپلواکه توګه خپل وتل تنظیم کړي. د امریکا سفارت خپلو اتباعو سره د مرستې په برخه کې سخت محدودیت لري او ټرانسپورټي انتخابونه ښايي نور هم محدود شي."

د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې په سولیزه توګه د راټولېدو او د بیان د ازادۍ حق لپاره په روس کې هېڅ ضمانت نشته. له ټولو سیاسي او ټولنیزو احتجاجونو څخه ځان وساتئ او په داسې حالاتو کې د امنیتي کسانو عکسونه مه اخلئ. روسي چارواکو هغه امریکايي اتباع نیولي چې په داسې لاریونونو کې یې ګډون کړی وو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG