لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې قمر ګله مړه شوې


د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې قمر ګله د جمعې په ورځ [نهم دسمبر] د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په يو روغتون کې مړه شوې ده. د سندر غاړې کورنۍ دغه خبر تاييد کړی دی.

د کېنېډا په ټورنټو ښار کې د پيوستون په نامه د افغان ټولنې په فېس بک پاڼه د قمرګلې د مړينې خبر ورکړل شوی چې "د هیواد نومیالۍ سندرغاړې د ارواښاد استاد زاخیل میرمن او د ایمل زاخیل مور میرمن قمرګل د کانادا ټورنټور ښار په یو روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ د امله" په حق رسېدلې ده.

مشهوره سندر غاړې قمرګله د افغان نوميالي سندرغاړي زاخېل استاد مېرمن وه او د تيرو څو کالو نه يې په کېنېډا کې ژوند کولو.

د قمرګلې زوی اېمل زاخېل هم سندرغاړی دی.

قمرګلې په خپله يوه مرکه کې ويلي وو، هغه په هنري کورنۍ کې زېږېدلې او کورنۍ يې د وړوکوالي نه تشويق کړې او د هغې بيا د سندرې او هنر سره مينه پېدا شوې وه.

هغې ويلي په رېډيو يې لومړۍ سندره (په ما ميينه سترګې دې سرې دي، نن خو دې ډېر ژړلي دينه)، او دغه وخت به يې عمر خواوشا 22 کاله وو.

په ټولنيزو رسنیو د هغې د ژوند په اړوند ويلې، چې هغه د افغانستان د ننګرهار ښار د شګې په ولسوالۍ کې زېږېدلې وه.

په ټولنيزو رسنيو د قمرګلې په مړینه د خفګان څرګندونه شوې وه.

د افغانستان پخواني وزير او سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال په ټویټر د قمرګلې د مړينې په اړه ويلي، "د مرحومې خوږې هیوادنۍ ترانې به تر اوږدې د هیوادوالو د یادونو برخه وي".

خلیل وردک په ټویټر ویلي، "قمرګله ډیره خوږه سندرغاړی وه. قمرګله دی دنیا په هسکه غاړه لاړه ځکه خپل وطن ته یی خیانت ونه کړ او ډیر ښکلی هنر یی خپلو مینه والو ته پریښود. ډیره لویه هنري هستی مو له لاسه ورکړه".

تصبيح الله نومې تن ويلي، "تر څو چې پښتو موسیقي ژوندۍ وي،هغه به یو له ځلانده ستورو څخه وي".

قمرګلې د پښتو ډېرې سندرې ويلي چې پکې ځينې مشهورې سندرې "زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړل پورې مورې"، "وا ملنګه ياره کېده قدم ورو"، "زه انتظار کوومه ستا د سترګو".

قمرګلې د پښتو ژبې د يادو شاعرانو کلامونه هم زمزمه کړي دي. هغې ګڼ اېوارډونه هم ګټلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG