لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پوله له نښتو وروسته دپاکستان دسینیټ خارجه کمیټې دافغانستان په اړه پالیسۍ ته په بیا کتنه ټینګار کړی


په چمن -سپین بولدک پوله دشوې نښتې نه وروسته دپاکستان دسینیټ دبهرنیو چارو قایمه کمیټۍ ویلي پاکستان ته به دافغان طالبانو په اړه خپلې پالیسۍ ته بیا دسره کتنه کول وي .

دکمیټې چیرمین فاروق ایچ ایچ نایک وایي دلویدیزو هیوادونو دهیلو برعکس پاکستان دافغانستان سره ولاړ دی خو افغانستان دغه څه په نظر کې نه نیسي اؤ دپاکستان پرضد ټوپک راپورته کوي.

خو په افغانستان د واکمنو طالبانو وینا ده چې دوي د هرې ستونزې هواري لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ دچمن ـ سپین بولدک په پوله دافغان طالبانو اؤ پاکستاني ځواکونو ترمنڅ دازغن تار لګولو پسر سخته نښته شوې وه چې پکې دپاکستان لوري ته چارواکي د12کسانو د ژوبل کیدو اؤ د یو تن د وژل کیدو پخلی کوي خو افغان طالبانو په دې جګړه کې خپل لوري ته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

په یوه اوونۍ کې دسپین بولدک اؤ چمن په سرحدي سیمه کې دطالبانو اؤ پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا دویمه لویه جګړه ده چې د ازغن تار پسر رامنځته شوې ده.

تر جګړې وروسته دپاکستان دسینیټ دبهرنیو چارو د قایمه کمیټۍ غونډه ددغې کمیټې دمشر سینیټر فاروق ایچ نایک په مشرۍ شوې چې‌ پکې دطالبانو په اړه دپاکستان پالیسۍ ته په بیا کتنه ټینګار شوی دی.

په دې غونډه کې دپاکستان دبهرنیو چارو سکتر اسد مجید تېره اوونۍ کابل کې دپاکستان په ناظم الامور دشوي برید په اړه احوال هم تیر کړی اؤ ویلي یې دي چې کابل کې په پاکستاني سفارتي مشر ۱۰۰ ډزه شوي چې هغه پکې په معجزانه ډول خوندي پاتې شوی دی.

غونډې ته خپله وینا کې د کمیټې مشر فاروق ایچ نایک ویلي مونږ نړۍ کې دافغانستان(طالبانو) استازي له ځانه جوړ کړي خو دافغانستان حکومت اکثره هم دپاکستان پرضد ودریږي اؤ هیڅ هم په خیال خاطر کې نه راولي.

دکمیټې دچیرمین وینا وه چې افغانستان(طالبان) هم دپاکستان پرضد ټوپک ته لاس کوي اؤ په داسې حال کې دې ته سخته اړتیا لیدل کیږي چې پاکستان هم باید دافغانستان په اړه خپلې پالیسۍ ته بیا دسره کتنه وکړي.

خو دافغانستان ددفاع وزرات بیا دپرونۍ نښتې پړه په پاکستان اچولې ده اؤ ویلي یې دي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې ډزې دپاکستان عسکرو له لوري پیل شوي دي.

دطالبانو دحکومت ددفاع وزارت پخپله یوه بیانیه کې ویلي چې د دوي حکومت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي اؤ منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.

اسلام اباد کې مشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال اؤ څېړونکی طاهر خان وایي په پاک افغان پوله د دطاقت استعمال د دواړو لوریو لخوا دمذاکراتو له لارې دستونزو دهواري په دعوؤ پوښتنې راولاړې کړې دي.

په ټویټر طاهر خان لیکلي دي چې په چمن اؤ سپین بولدک کې د درنو وسلو په ډزو کې دعامو وګړو مرګ ژوبله دغندنې وړ ده ځکه چې په پوله پېښې رامنځته کیږي خو په ښاري سیمو ماضي کې د ګوله بارۍ هیڅ روایت نشته

د بلوچستان اېډيشنل چیف سېکرېټري زاهد سلیم تېره ورځ روېټرز خبري ادارې ته ویلي وؤ پاکستاني ځواکونو په پوله د ازغن تار هغه برخه مرمت کوله چې د اتوار، یکشنبې، په ورځ په جګړه کې ماته شوې وه. هغه وویل په دغه مهال پرې د پولې د پورې غاړې نه ډزې وشوې او دا ډول جګړه شروع شوه.

خو د طالبانو د دفاع وزارت، د ټوېټر دلارې وویل چې ډزې لومړی پاکستاني ځواکونو شروع کړې وې.

دا په روانه اوونۍ کې دچمن پولې ترڅنګ په شیخ لال محمد سیمه کې دپاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو دویمه سخته نښته ده چې په پوله د ازغن تار لګولو په لانجه مخې ته راغلې ده.

دتیرې یکشنبې په ورځ هم په شیخ لال محمد کې دپاکستاني ځواکونو اؤ افغان طالبانو ترمنځ یوه درنه نښته شوې وه چې دغه نښته بیا نورو سیمو ته هم غځېدلې وه اؤ دواړو خواؤ ته پکې مرګ ژوبله رامنځته شوې وه.

خو وروسته بیا د دواړو هیوادونو دسیمه ییزو چارواکو دتماسونو په نتیجه کې دغه نښتې ودریدلې وې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG